د برتانیې پولیس وایي، د هغه هېواد په ریډېنګ ښار کې د خالي/شنبې ورځې پېښه چې په کې درې تنه ووژل شول، یو د ترهګرۍ عمل و. په هغې پېښې کې یو کس د لندن نه پنځه شپېته کېلامټره لېرې، د ریډېنګ ښار په یو پارک کې په خلکو باندې د چړې ګوزارونه وکړل چې درې تنه پکې مړه او درې تنه نور سخت ټپیان شول.
د دې پېښې نه سمدستي وروسته، پولیسو ملزم شخص ګرفتاره کړ. چارواکو د ګرفتاره شوي تن نوم نه دی ښودلی خو وایي چې هغه یو پنځه ویشت کلن نارینه دی چې د ترهګرۍ په تور نیولی شوی دی. چارواکي دا هم وایي چې د پېښې په اړه اوس د کوم بل چا پسې لټون نشته.
امنیتي ذرایع د نوم نه څرګندېدو په شرط رائټرز خبري ادارې ته ویلي دي چې ګرفتاره شوی شخص خیری سعدالله نومیږي او په اصل کې د لیبیا شهري دی. سرچینې زیاته کړې ده چې د برتانیې د داخلي امنیت استخباراتي ادارې، اېم آی-۶ ته تېر کال پته لګېدلې وه چې سعدالله د تندلاريتوب په مقصد د سفر ارادې لري، خو وروسته یې بیا پلانونه بې نتیجې پاته و.
امنیتي ذرایع دا هم ویلي چې خیري سعدالله د خطرې دومره نښې نښانې نه درلودې چې د امنیتي ادارو د بشپړ څار او پلټنو هدف دې وګرځي.
اوس په برتانیه کې د ترهګرۍ ضد قواوو یو سیمه ییز چارواکی کات بارنز وایي چې د شنبې ورځې د پېښې په اړه تحقیقات په تیزۍ سره دوام لري. چارواکي زیاتوي، دا چې ولې ملزم شخص په خلکو باندې د چړې ګوزارونه کړي دي، جواب یې تر اوسه یقیني ندی معلوم.
د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن په یو ویډیویي پېغام کې چې په سوشل مېډیا خپور شوی دی، ویلي چې دې برید هغه ډېر خواشینی کړی دی:
د ريډېنګ ایسټ سره تعلق لرونکي د پارلمان غړي مت روډا ویلي چې د خالي/شنبې ورځې حمله د حیرانتیا وړ وه او "د ښار د یو ښکلي تاریخي برخې د ګڼه ګوڼې ډک یو پارک کې وشوه."
د برید نه یو څو ساعته وړاندې، په هغه پارک کې د تورپوستانو په حق کې مظاهره شوې وه، خو پولیس وایي داسې کوم شواهد نشته چې ګني دا برید له هغې مظاهرې سره کوم تعلق ولري.
په دې وروستیو کلونو کې په برتانیه کې په خلکو باندې د چړې د ګوزارونو پېښې اکثره د داعش ډلې تشدد پورې اړوند ګڼل شوي دي.
په تېره فرورۍ میاشت کې هم په لندن کې پولیسو د سودېش امان په نوم یو ۲۰ کلن چې په یو عام سړک یې په دوه کسانو د چړو ګوزارونه کړي و، په ګولیو وویشت او ویې واژه. وروسته معلومه شوه چې بریدکوونکي، یو جعلي ځانمرګی واسکټ هم اغوستی و. د هغې حملې ذمه واري بیا وروسته داعش منلې وه.
د دې نه علاوه، درې کاله وړاندې، په ۲۰۱۷ کال کې په برتانیه کې څلور بریدونه شوي و چې تر ټولو خونړی برید یې د اېنګلېنډ په شمال کې د امریکنۍ سندرغاړې آریانا ګراندې په کېنسرت کې ځانمرګې چاودنه وه.