لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اېم کیو اېم باني الطاف حسین په لندن کې پولیس گرفتار کړو


په کال ٢٠١۴ کې هم د لندن پولیس الطاف حسین د غیرقانوني پېسو په لړ کې نیولی و

په کراچۍ کې مېشته د متحده قومي مومنټ، اېم کیو اېم، گوند باني یا بنسټگر الطاف حسین د برطانيي سرښار لندن کې پولیس گرفتار کړو.

د وایس اف امریکا اردو څانگې ترمخه، د لندن پولیس ورته په یو بیان کې د دې خبرې تصدیق کړی دی چې د نهې، سه شنبې، په ورځ یو کس د هغه د تقریرونو په لړ کې نیول شوی دی خو د پولیس په بیان کې د نیول شوي کس نوم نه دی څرگند کړی شوی.

خو رپورټ وايي پاکستاني مطبوعات دعوه کوي چې نیول شوی کس الطاف حسین دی چې د تیرو څو لسیزو راهسې په لندن کې په خپله خوښه د جلاوطنۍ ژوند کوي.

په لندن کې د اېم کیو اېم یو مشر د نوم نه څرگندولو په شرط د وي او ای اردو څانگې ته د الطاف حسین د گرفتارۍ تصدیق وکړو.

د لندن پولیس په خپل بیان کې وویل د ښار د شمالي برخې نه یو کس نیول شوی چې قصداً به راپارونکي تقریرونه کول او په هغه په جرمونو کې د مرستې شک هم دی. پولیس ویلي مشکوک کس د ٢٠٠٧ د سنگېنو جرمونو خلاف د قانون د ۴۴ مادې د لاندې نیول شوی دی.

د لندن پولیس وویل د هغه کور او د یو بلې ودانۍ لټون هم کوي چرته نه چې مشکوک کس نیول شوی دی.

د وي او ای اردو څانگې د رپورټ ترمخه، لندن پولیس په خپل بیان کې وویل د نیول شوي کس خلاف اقدام د کال ٢٠١٦ د اگست د میاشت د یو تقریر او د نورو ویناگانو په لړ کې د تحقیقاتو په ترڅ کې اخیستل شوی دی.

رپورټ وايی په کال ٢٠١٦ کې د ټېلې فون دلارې په کراچۍ کې پلویانو ته خپل تقریر کې الطاف حسین د پاکستان ریاستي ادارو خلاف سختې خبرې کړې وې او د دې وروسته په څرگنده د هغه په راپارولو د اېم کیو اېم کارکونکو د ځینو مطبوعاتي ادارو په دفترونو حملې کړې وې.

XS
SM
MD
LG