لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

برطانوي ساینس پوهان: د کرونا وایرس د علاج په لړ کې مو لویه کامیابي ترلاسه کړي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت اعلان کړی دی چې کله وېکسین تیار شي نو امریکانو ته به مفت یا وېړیا ورکولی شي

په برطانیه کې ساینس پوهانو د کرونا وایرس د علاج په لړ کې د لوې کامیابۍ اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې په عامه توګه د ترلاسه کېدونکي سټیرویډ دوا دلارې د کرونا وایرس نه د خلکو د مرګونو مخه نیول کېدی شي.

د برطانيي د اکسفرډ یونیورسټۍ ساینس پوهانو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل د یوې ازموینې په مهال ډېکسامېتازون نومې دوا په استعمال د کرونا وایرس د هغو مريضانو د مرګ شرح تر ۳۵ فیصد پورې راکمه شوه چې وېنټیلېټر یا د ساه اخیستلو مشینیان ورته لګول شوي وو او د هغو مريضانو د مرګ کچه ۲۰ فیصد پورې کمه شوه چې د اکسیجن ته یې ضرورت لرلو.

د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن ترڅنګ یوې خبري غونډې ته د وینا په وخت د ساینس پوهانو د ډلې مشر پیټر هوربي وویل دغه د کرونا وایرس د علاج په لړ کې تراوسه پورې تر ټولو لویه کامیابي ده. هغه وویل د دغه علاج دلارې کرونا وایرس له امله د مرګونو شرح کمېدلی شي.

د برطانيي‌ د صحت د څانګې یو چارواکي کرس وېټي وویل دا د کرونا وایرس د علاج په لړ کې د ازموینو تر ټولو اهمې نتیجې دي.

کرونا وایرس له امله په نړیواله کچه د اته مېلین نه زیات کسان ناروغه شوي او د ۴۳۰۰۰۰ نه زیات مړه شوي دي. د امریکې په شمول په یو شمېر ملکونو د دې وایرس د علاج په اړه هلې ځلې دوام لري.

په امریکا کې دوا جوړونکي درې کمپنۍ د کرونا وایرس وېکسین په جوړولو کار کوي چې پکې موډرنه، جانسن اېنډ جانسن او اسټرازېنېکا شاملې دي. موډرنه د مارچ په میاشت کې د دریو مرحلو لومړۍ خپل وېکسین ازموینې شروع کړي دې.

او د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت اعلان کړی دی چې کله وېکسین تیار شي نو امریکانو ته به مفت یا وېړیا ورکولی شي.

په برطانیه کې د ډېکسامېتازو ن دوا د تېرو ۶۰ کلونو راهسې د دمې او د جوړونو ناروغۍ یا ارتراېټس کې د سوزش د علاج دپاره استعمالیږي. د دوا بېیه کمه ده. یو خوراک یې په نړیواله کچه د ډالر نه په کم قیمت ترلاسه کېدلی شي.

د اکسفرډ یونیورسټۍ ساینس پوهانو د دغه دوا استعمال د کرونا وایرس په مریضانو د دې کوښښونو په لړ کې وکړو چې وګوري د وړاندې نه موجودې کومې دواګانې د کرونا وایرس په علاج کې کار کولی شي.

ساینس پوهه پېټر هوربي وویل تر اوسه پورې ډېکسامېتازو ن یوازنی داسې دوا وپیژندل شوه چې د کرونا وایرس دلاسه د مرګونو کچه کموولی شي. د هغه همکار مارټن لانډری وویل د دوا په استعمال به ډیر په کمه بېیه د کرونا مرګونه کم شي.

د اکسفرډ په ازموینه کې د کرونا وایرس ۲۱۰۴ مریضانو ته دغه دوا ورکړی شوه او د ۴۳۲۱ د دې نه محرومه وساتل شوو.

برطانوي ساینس پوهانو وویل هسپتالونه بغیر د څه ځنډ دغه دوا مریضانو ته ورکول شروع کولی شي خو دا به په هغو ناروغانو زیات اثر کوي چې کرونا وایرس پرې زیات اثر نوي کړی او د ساه اخیستلو مشکل ورته نوي.

د ډېکسامېتازو ن نه علاوه بله دوا چې تر اوسه پورې د کرونا وایرس خلاف موثره ګڼل کېږي هغه رمېډسیور ده چې د کرونا وایرس نه وړاندې په افریقا کې ایبوله وبا د علاج دپاره استعمال شوي وه.

XS
SM
MD
LG