لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ویکي لیکس ویب پاڼې باني جولین اسانج پولیس ونیولو


ښاغلي اسانج اووه کاله وړاندې د ایکوېډور سفارتخانې ته داخل شوی و او په ایکوېډور کې یې د سیاسي پناه خواست کړی و. خو د خواست د ردیدو وروسته یې گرفتاري مخې ته راغله

د برطانيي پولیس ویلي د ویکي لېکس ویب پاڼې باني جولین اسانج یې په لندن کې د ایکوېډور د سفارتخانې څخه نیولی دی.

پولېس وویل د اسانج د نیولو لپاره د ایکوېډورسفارت خانې ته د دننه ورتلو اجازت ترلاسه کولو وروسته یې هغه د شورو، چارشنبې، په ورځ گرفتار کړو.

د برطانیې چارواکو وویل امریکې ورته د جولین اسانج حواله کولو لپاره په رسمي توګه درخواست کړی.

ښاغلي اسانج اووه کاله وړاندې د ایکوېډور سفارتخانې ته داخل شوی و او په ایکوېډور کې یې د سیاسي پناه خواست کړی و. خو د خواست د ردیدو وروسته یې گرفتاري مخې ته راغله.

د برطانیې د کورنیو چارو سیکریټري، ساجد جاوید د آسټریلیا سره تعلق لرونکي د ویکي لیکس باني جولین اسانج د ګرفتارۍ وروسته د ټوېټر دلارې وویل جولین اسانج اوس د پولیسو په ولقه کې دی او د برطانیې د انصاف سره به مخ کیږي.

نوموړي ویلي څوک هم د قانون نه بره نه دی.

۴۷ کلن اسانج د ګرفتارۍ وروسته په هوا کې یو ګوته پورته کړې وه او چغې یې وهلې کوم وخت چې په سپینو جامو کې اووه پولیس چارواکو هغه د سفارت نه را ویستلو او د پولیس ګاډي ته یې خېژولو.

اسانج په سویډن کې د جنسي حملې د تورونو په سر برطانیه کې په ضمانت گرځېدو او په کال ۲۰۱۲ کې د ایکوېډور په سفارت کې یې پناه واخیسته.

تېره میاشت د اسانج انټرنیټ بند کړی شوی و او چا ته اجازه نه وه چې د هغه سره وویني.

د امریکې د انصاف وزارت جولین اسانج د خفیه حکومتي دستاویزاتو د خپرولو په سر د مجرمانه تورونو سره مخ دی.

ویکي لیکس په کال ۲۰۱۰ کې هغه وخت شهرت ترلاسه کړو چې په عراق او افغانستان کې یې د امریکې حکومت خفیه دستاویزات او په ټوله نړۍ کې د سفارتي چلن په اړه معلومات په انټرنیټ خپاره کړل.

په افشا شویو فایلونو کې د هغو خلکو پیژندګلو هم ښکاره کړی شوې وه چې په عراق او افغانستان کې یې کار کړی و. د امریکايي چارواکو په وینا د دغو خلکو نومونه د څرگندیدو له امله یې ژوندونه په خطره کې غورځول شوې وو.

امریکايي چارواکو په عدالتي دستاویزاتو کې دا اندېښنه هم ښودلې چې اسانج په ممکنه توګه د امریکې د کال ۲۰۱۶ په صدارتي انتخاباتو حمله کې مهم کردار لوبولی.

د کال ۲۰۱۹ جنورۍ په میاشت کې د امریکې انصاف محکمې د ریپبلیکن پارټۍ سیاسي صلاحکار راجرسټون خلاف تورونه اعلان کړي وو چې پکې د چارواکو په وینا نوموړي د ویکي لیکس او ډانلډ ټرمپ کال ۲۰۱۶ صدارتي کمپاین ترمنځ د منځ ګړي کردار لوبولی وو. اسانج او ویکي لیکس په کال ۲۰۱۶ کې د امریکې غلا کړي ډېر مواد په انټرنیټ خپاره کړي وو کوم چې د امریکې ډیموکریټک پارټۍ قامي کمېټۍ چیرمین او د هیلري کلنټن کال ۲۰۱۶ صدارتي صدارتي کمپاین چیرمین په شمول ګڼ شمېر سیاسي مشران په نښه کړي وو.

XS
SM
MD
LG