لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوکرین کې صدارتي انتخاباتو کې ووټونه اچول کیږي


د یوکرین داخله وزارت هم ددې خبرې تصدیق کړی دی او ویلي يي دي ممکنه ده د روس په پوله د ٣۴ ضلعو نه یواځې په ٢٠ کې به ووټونه واچولی شي
د یوکرین داخله وزارت هم ددې خبرې تصدیق کړی دی او ویلي يي دي ممکنه ده د روس په پوله د ٣۴ ضلعو نه یواځې په ٢٠ کې به ووټونه واچولی شي
د هیواد په ختیځه برخه کې د ورستي تشدد په سورې کې د اتوار په ورځ د یوکرین په صدارتي انتخاباتو کې ووټونه اچول کیږي.
د یوکرین د ووټونه څارنکونکې وايي د ووټرانو اکثریت به د روس پلوه وسله والو لخوا ووټونه کې د برخه اخېستو نه ودرول شي خو کییو په اولس غږ کړی چې په لویه شمیره کې په انتخاباتو کې شرکت وکړي.
په سمدستي توگه ووټونو کې د تشدد رپورټونه نه دي راغلي خو د ووټرانو شمیره پکې کمه وه.
د تیرو څو هفتو راهسې روس پلوه وسله والو خیتځ یوکرین په گڼ شمیر ښارونه نیولې دي او د لیگ او ووټرز نومې ادارې مشرې ویلي گمان نه کوي چې د ووټرانو دریمه برخه خلک به هم په لوهانسک او ډونیسک ضلعو کې په انتخاباتو کې برخه واخلي.
د یوکرین داخله وزارت هم ددې خبرې تصدیق کړی دی او ویلي يي دي ممکنه ده د روس په پوله د ٣۴ ضلعو نه یواځې په ٢٠ کې به ووټونه واچولی شي.
د ۴٥ میلینه خلکو هیواد یوکرین په نورو برخو کې امید اټکل کیږي د خلک به یو غرب پلوه صدارتي امیدوار په لوې اکثریت بریالي کړي.
کال ١٩٩١ کې د پخواني روس د ماتیدو په نتیجه کې د ازادۍ ترلاسه کولو ورسته موجوده صداراتي انتخابات د هیواد تر ټولو اهم ووټونه گڼلی کیږي.
د یوکرین د ائنده صدر لپاره انتخاباتو کې ٢١ امیدواران په میدان کې دي خو د نظر پوښتنو ترمخه پیټرو پوروشنکو په ووټونو کې تر ټولو وړاندې دی. پوروشنکو ارب پتې دی او د خوږو جوړول کارخانې لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG