لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوکراین: په سېوروډونیسک کې سخته جګړه شوي ده


د لوهانسک ګورنر سرهايي هایداې ویلي، په سېوروډونیسک کې د ازوټ په کېمیايي پلانټ باندی درنه جګړه روانه د چرته چې یوکرېني پوځیانو او لږترلږه 500 پورې عامو خلکو پناه اخستي

د یوکرین د وسله والو پوځونو ویاند ترمخه په سېوروډونیسک کې سخته جګړه دوام لري او روس په یوکرېني پوځونو د ځمکې او د هوا نه بمباري کوي.

د لوهانسک ګورنر سرهايي هایداې ویلي، په سېوروډونیسک کې د ازوټ په کېمیايي پلانټ باندی درنه جګړه روانه د چرته چې یوکرېني پوځیانو او لږترلږه 500 پورې عامو خلکو پناه اخستي.

هاېداې دا هم وویل، روسي پوځونو د ښار لایسيچانسک په ښار باندې هم مکمله تباهي جوړه کړي دغه ښار د سېوروډونیسک سره د سیند د غاړې نه اخوا پروت دی.

د یوکرېن صدر دلادیمیر زیلنسکي هم د ملک د مشرقي سیمې دفاع کې د مشکلاتو خبره منلي ده خو دا یې هم ویلي چې روسي پوځونه به د یوکرېن د مزاحمت سره مخامخ وي. پرون د ګل په شپه خپله وینا کې هغه زیاته کړه قبضه کونکو ته زمونږ پرضد د خپلو ګامونو جواب ورکړی شو.

زیلنسکي په روس دا تور هم والګوو چې په افریقه کې د خوراک د زیاتېدوونکو قیمتونو دپاره روس هم زمه واره دی. چې افریقايي سیمې ته یې د غنمو د لېږلو لاره نیولي د. افریقايي اېتلاف مشرانو ته په یوه ویډیو وینا کې زېلنسکي اویل چې، ،، دا جنګ به تاسو ته د خپل ځان او د خپلو ملکونو نه ډېر لرې ښکاري خو د خوراک زیاتو شوو بیعو وړاندې نه دا په ملینونو افریقايي خاندانونو کورورنو ته راوستې دی.

خو روس دا تور ردیې چې د یوکرېن نه د غنمو لېږلو عمل یې د کس نه بند کړی. بلکه وايي، د خوراک د زیاتېدنکي قیمتونو علت د مغربي ملکونو پابندیاني دي.

بلخوا پرون د ګل په ورځ په لکسمبرګ کې د یورپي یونین د خارجه پالیسۍ مشر جوسپ بورل هم د روس ګامونه حقیقي جنګي جرم بللی. د یورپي یونین ډپلومېټانو غونډی ته هغه ویلي، دا سوچ هم نشي کېدی چې په ملینونو ټنه غنم په یوکرېن کې بند پراته دي او په نړۍ کې خلک د ولګې سره مخ دي.

هم د ګل په ورځ د امریکا د خزانې سېکرټري جېنټ یېلن او د کېنیډا د مالیاتو وزیرې کرسټیا فریلېنډ په ټورنټو کې لیدلي چې په روس اقتصادي فشار زیاتولو دپاره په پابندو یا بندېزونو غور وکړي.

بلخوا د روس د جنګ دلاسه په یوکرېن کې بی کوره شوي ماشومانو سره د مرستو په لړ کې یوه روسي لیکوال دمتري موراتوف خپل نوبل امن انعام په 103.5 ملینه ډالره نېلام کړی دی.

هغه د روس د اخري ازاد اخبار مدیر دی.

د نېلامۍ منتظمې اداری هېریټېج آکشن د هغه تن توم ندی ښکاره کړی چې دا بولي يې ګټلي. دغه نیلامي په 20 جون د کډوالو په عالمي ورځ اوشوه. ددی نیلامۍ نه ترلاسه پېسې به په یوکرین کې د بی کوره شوي ماشومانو سره د مرستو دپاره د ملګري ملتونو اداری یونیسف ته ورکړی شي.

موراتوف د یوې فلپایني خبریالې ماریه ریسا سره په خپلو ملکونو کې د اظهار د ازادۍ په لړ کې د کوششونو په ستاینه کې د نوبل امن دغه اېوراډ ګټلې وو.

دی نه وړاندې په 2014 کې د یو نوبل امن جاېزی دپاره ترټولو غټه نېلامي د 4.76 ملینه ډالرو شوي وا.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG