لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وايي روس په سرښار کییف د ډرون حمله کړې


د ډرون د ورستیو حملو نه یوه شپه مخکې د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي ویلي وو چې د اوکراین ځواکونو ۴۵ ډرون راغورځولي دي
د ډرون د ورستیو حملو نه یوه شپه مخکې د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي ویلي وو چې د اوکراین ځواکونو ۴۵ ډرون راغورځولي دي

د اوکراین چارواکي وايي روس اوکراین په يو شمېر ډرون جهازونو ويشتلی دی چې پکې په سرښار کییف کې هدفونه هم شامل دي.

د کییف چارواکو ویلي د اوکراین د هوايي دفاع نظام ښار د ډرون حملو نه محفوظ ساتلی دی خو د راغورځېدونکو ډورن پرزو په ځینو ځایونو کې نقصان کړی دی.

د کییف مېیر ويتالي کلېټسچکو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې روس د کییف سیمې په لوري ۴۰ ډرون رالېږلي وو خو ټول تباه کړی شوو.

روس په اوکراین د حملو دپاره د ایران جوړ شاهد نومې ډرون جهازونه استعمالوي او په حملو کې د اوکراین بنیادي سهولتونه په هدف کوي. ایران روس ته د ډرون ورکولو خبره ردوي او روس وايي په اوکراین کې د غیر پوځي نخښاني نه وولي.

د ډرون د ورستیو حملو نه یوه شپه مخکې د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي ویلي وو چې د اوکراین ځواکونو ۴۵ ډرون راغورځولي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو د رپورټونو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG