د اوکراين چارواکو ویلي دي چې په د هېواد په مغربي ښار لفیف کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د روس د مزایلو په حمله کې شپږ ملکي کسان وژل شوي دي.
د لفیف ګورنر مېکسیم کوزیسکیف درې روسي مزایلې په یوه پوځي ودانۍ لګیدلي دي او یو مزایل د ټایرونو د مرمت یو دوکان وېشتلی دی.
د وي او ای رپورټ وايي د اوکراین د جنګ ځپلو سیمو نه د ملکو خلکو د انخلا عمل د ګل، دوشنبې، په ورځ پرله پسې په دویمه ورځ او ځنډېلی و.
د اوکراین نایب وزیراعظمې وویل د روسي ځواکونو د ملکي خلکو د تګ راتګ په لارو بمباري نه ده وردولې چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.
د روس صدر ولادومیر زیلینسکي وویل روسي ځواکونه "قصداً" په ترهګرۍ کې ککړ دي او په خارکیف کې رهایشي علاقې په مارټرو او توپخانه وولي.
په ماریوپول ښار کې اوکرایني ځواکونو د وسله غورځولو دپاره د روسي ځواکونو نېټه ونه منله او تسلیم نه شول.
د اتوار، يکشنبې، به ورځ د وډیو دلارې خپله وېنا کې زیلینسکي وویل داسې ښکاري چې روس به د دونباس په سیمه کې زر حمله شروع کړي.
د اوکراین سرښار کییف د شا او خوا نه د روسي ځواکونو د وروسته کېدو په سبب مغربي پوځي مامورین دا اندازه لګوي چې روس د اوکراین مشرقي سیمو کې ځواکونه د ځای په ځای کولو تیاری کوي.
دونباس چې پکې لوهانس او دونېسک هم شامل دي او په جنوب کې مېریاپول نیول وروسته به روس کرایمیا ته د ځمکې لاره ومومي. روس کرایمیا په 2014 کې نیولي ده.