لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یوکرین موقتي وزیراعظم په کرائیمیه د روس د ملکیت خلاف غږ


د زیارت په ورځ روسي چارواکو ددې خبرې تصدیق وکړو چې د یوکرین سرحد سره نزدې يي په زرگونو پوځیان او عسکري ساز او سامان د پوځي مشقونو دپاره پرځائې کړی
د زیارت په ورځ روسي چارواکو ددې خبرې تصدیق وکړو چې د یوکرین سرحد سره نزدې يي په زرگونو پوځیان او عسکري ساز او سامان د پوځي مشقونو دپاره پرځائې کړی
د یوکرین موقتي وزیراعظم د زیارت په ورځ ملگرو ملتونو کې غوښتنه کړې چې د هیواد کرائیمیه سیمه روس کې د الحاق مخه دې ونیولی شي. بلخوا روس د پوځي مشقونو په نوم د یوکرین سرحد سره نزدې په زرگونو عسکر او پوځي سازوسامان پرځائی کړې دی.
د یوکرین وزیراعظم ارسنې یټسنیوک نیویارک کې د ملگرو ملتونو مرکز کې د روس استازی مخاطب کولو په ترڅ کې وویل چې ایا روسیان جنگ غواړي؟ په ځواب کې ورته ملگرو ملتونو کې د روس سفیر وټالي چرکن وویل نه خو د روس حکومت او نه د روس ولس جنگ غواړي.
خو د زیارت په ورځ روسي چارواکو ددې خبرې تصدیق وکړو چې د یوکرین سرحد سره نزدې يي په زرگونو پوځیان او عسکري ساز او سامان د پوځي مشقونو دپاره پرځائې کړی.
په عین حال کې کرائمیه کې د سېمې روس سره د الحاق په خاطر کیدونکې ریفرنډم دپاره تیارۍ روانې دي. او څه رنگ چې د کرائیمیه د ائنده په باره کې ریفرنډم ته ورځې نزدې کیږي چې آیا سیمه دې د یوکرین برخه پاتې شي او که روس شره شامله شي، په دې موضوع د ځوان تعلیم یافته کل او د سپین ږیرو ترمنځ اختلاف نور هم په ډاگه کیږي.
د کرائیمیه مرکزي ښار سم فراپل کې زیاتره ځوانان وايي دوي یوکرین کې پاتې کیدل غواړي ځکه چې که چرې سیمه روس کې شامله شي نو د روزگار او د معاش مواقعې به يي د لاسه وځي.
کرائیمین اکنامک انسټیټیوټ کې د اقتصاد ٢١ کلنه طالب علمه کټرینه د وائس اف امریکا د پوښتنې په جواب کې وايي د ریفرنډم یا د رائې څرگندونې په موضوع د ځوانانو او مشرانو په سوچ کې ډیر فرق دی.
کیټرینه وايي ډیرې مختلفې رائې موجود دي، ځوانان د موجوده دور، جدید او پرمخته تلونکی سوچ لري خو مشران اوس هم پخواني سویت یونین کې د ژوند یادونه لري.
کټیرینه په دې هم قهرژنه ده چې ریفرینډم په بیړه کې او د کرائیمیه کې د روسي ځواکونو په موجودگۍ کې کولی شي.
دا سوچ لرونکې کټرینه یواځې نه ده.
١٧ کلنه ډانییا چې د کمپیوټر پروگرامنگ طالب علمه ده کییو کې د یوکرین د مشرانو دې رائې سره اتفاق لري چې ریفرینډم غیرقانوني دي.
هغه وايي په داسې وخت چې روسي ځواکونو او د روس پلوه دفاعي عسکر د کرائیمیه په لارو کوڅو کې گرځې راگرځي خلک ویره محسوسي.
ایکټ:
ډانییا وايي روس نه خو د کرائیمیه اقتصاد بهتر کولی شي او نه د خلکو د ژوند معیار. کرائیمیه کې د خلکو د میاشتې اوسط امدن ٢٠٠ ډالر دی.
هغه وايي کرائیمیه کې د اتوار په ورځ ریفرنډم ورسته روس به د یوکرین نورې هغه سېمې هم د ځان سره شاملولو کوشش کوي چرته چې اکثریتي ابادې روسي ‏ژبه وايي.
خو ټول ځوانان د ریفرنډم په هکله دغه نظر نه لري. ځېنې خلک روس سره د الحاق په حق کې دي.
د ډانییا ملگری، د بایولوجي ٢٠ کلن طالب علم کریل وايي روس سره د الحاق ورستو به کرائیمیه کې سوکالي راځي او د انقلاب نه پس به یوکرین د ناقرارۍ او د تقیسم ښکار وي.
خو کریل وايي ریفرنډم به په روسي انداز کې کوي، یعني ډیر شفافیت به نه لري.
امریکا او د غربي نړۍ نور قوتونو کرائیمیه کې د روس د لاس وهنې مخالفت کوي. خو روس وايي سېمې ته يي خپل عسکر د روسي النسل خلکو د تحفظ دپاره لیږلې چې هلته اکثریتي ابادي ده.
د کرائیمیه جزیره نما د کال ١٩٥۴ راهسې د یوکرین د انتظام د لاندې ده او کال ١٩٩١ کې د روس د ماتیدو په وخت هم د یوکرین برخه وه. کرائمیه روس سره څه لږه پوله لري او د کرائمیه سم فراپل ساحل د روس د بلیک سي بیړې مرکز هم دی.
د کرائمیه تاتار مسلمانان هم شته چې د ابادۍ کې تناسب يي ١٢ فیصد دی، د صدیو راهسې دلته اباد دي او د روس واک اختیار نه خوښوي.
د دویم جنگ عظیم ورستو، د روس سټالن تاتار مسلمانان کرائمیه نه ملک بدر کړل او د وسطې ایشیا نورو ریاستونو ته خواره واره کړل. د ١٩٨٠ او بیا د روس د ماتیمدو ورستو مسلمانان کرائمیه ته ستانه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG