لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د اوکراین صدر د يورپین یونین کاونسل ته وېنا کوي


د اوکراین صدر ولادومایر زېلېنسکي به د ګل، دوشنبې، په ورځ د يورپين یونین کاونسل نه وېنا او توقع ده چې هغه به د یورپي ملکونو نه د نورې مرستې په روس د فشار زیاتولو غوښتنه وکړي.

د یورپين یونین کاونسل د دوه ورځنۍ غونډې نه مخکې د کاونسل صدر چارلز مایکل په یو خط کې وویل چې د روس د یرغل په ضد اوکراین غیر د مثالي وقار او جرات مظاهره کړې ده.

مایکل وویل د یورپين کاونسل په غونډه کې به اوکراین سره د مرستې او د اوکراین د بیا رغونې په اړه غور کولی شي. هغه زیاته کړه اوکراین د بیا ابادولو دپاره به په نړیواله کچه د کوښښونو ضرورت وي.

هغه زیاته کړه چې د یورپين يونین کاونسل په ملاقاتونو کې به په اوکراین د روس د یرغل په نتیجه کې د تېلو د قیمتونو په زیاتېدو، د روس په تېلو د یورپي ملکونو انحصار په کمولو او په اوکراین کې د جنګ له امله د خوراک د تحفظ په اړه خبرې کېږي.

بلخوا د اوکراین په مشرقي برخه کې د ګل، دوشنبې، په ورځ شدید جنګ دوام درلود او د خبري ادارو د رپورټونو ترمخه روسي ځواکونه د لوهانسک په سیمه کې د سوییردونڅک ښار مضافاتو ته رسېدلي دي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ قام ته خپله وېنا کې صدر زېلېنسکي وویل د روسانو هدف د سوییردونڅک ښار نیول دي خو اوکراین به هر ممکن کوښښ کوي چې د ښار دفاع وکړي.

د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو د اتوار، یکشنبې، په ورځ د فرانس ټي اېف ون ټېلې وژن ته وویل چې د دونېسک او لوهانسک سیمو ازادول د روس غير مشروط ترجیح ده.

بلخوا صدر زېلېنسکي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د اوکرایني ځواکونو سره ملاقات دپاره خارکیف ته سفر وکړو. د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه ښار ته د زېلېنسکي سفر د اوکرایني ځواکونو دا کامیابي څرګندوي چې روسي ځواکونه یې د ښار نه په شا تمبولي دي.

د اوکراین د پوځ سیمه اييز منتظم اولهه سنېاهوبوف وویل خارکییف ۳۱ فیصد برخه اوس هم د روسي ځواکونو په قبضه کې ده.

XS
SM
MD
LG