لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: په کندز کې ٣٠ ماشومان د افغان هوايي پوځ په بمبارۍ کې وژل شوي دي


د کندز د پیښې عېني شاهدین وايي په غونډه د افغان هوايي پوځ ایم ډي ٥٣٠ نومې هېلې کاپټرو بمباري پېل کړه چې د دستورې په ورستي صفونو کې ناست ماشومان پکې ولگیدل
د کندز د پیښې عېني شاهدین وايي په غونډه د افغان هوايي پوځ ایم ډي ٥٣٠ نومې هېلې کاپټرو بمباري پېل کړه چې د دستورې په ورستي صفونو کې ناست ماشومان پکې ولگیدل

د ملگرو ملتونو په یو رپورټ کې ویل شوي دي چې تیره میاشت د افغانستان د کندز ولایت په یوه مدرسه کې ٣٠ ماشومانو د افغان هوايي پوځ په بمبارۍ کې وژل شوې دي.

د کندز په دشت ارچي کې د مدرسې د دستار بندۍ په دستوره شوي بمبارۍ کې شپږ لوې تنان او هم وژل شوي دي او ٥١ ماشومان زخمیان شوي وو.

ملگرو ملتونو د پیښې په اړه دغه معلومات د گل، دوشنبې، په ورځ خپل رپورټ کې څرگند کړې دي.

د افغانستان حکومت ویلي په کندز کې د طالبانو مهم مشران په هدف شوي وو چې پکې د طالبانو د کوټې شورا غړي هم وو. د کوټې شورا مطلب د طالبانو هغه ډله ده چې ویل کیږي د پاکستان په کوټه ښار کې میشته ده.

د افغانستان حکومت هم منلې ده چې د کندز په بمبارۍ کې ملکي خلکو ته تلفات رسېدلي دي خو وايي وژل شوي زیاتره کسان طالبانو وو او د پېښې د څېړولو خبره یې کړې ده.

ملگرو ملتونو د کندز په غونډه کې د طالب مشرانو د شرکت تصدیق نه دی کړی خو عیني شاهدانو د ملگرو ملتونو پلټونکو ته ویلي طالبان په غونډه کې موجود وو خو د محافظینو فريضه یې ترسره کوله.

د ملگرو ملتونو د شمیر ترمخه د سږ کال په وړمبو دریو میاشتو کې د ملکي خلکو تلفات ریکارډ درجې ته رسیدلي دي. اداره وايي د جنورۍ د میاشت نه تر د مارچ د میاشت پورځ ٢٢٥٨ ملکي کسان زخمیان شوي او یا وژل شوي دي.

ویل کږي چې ملکي کسانو ته تر ټولو زیات تلفات د وسلوالو دلاسه رسېدلي دي خو په داسې مهال چې د افغانستان هوايي پوځ د حملو کولو صلاحیت زیاتیږي په دې د څارنې نظر هم زیات شوی دی.

د کندز بمبارۍ په لړ کې د افغان هوايي تگلاره هم د پوښتنې دلاندې راغلې ده.

د کندز د پیښې عېني شاهدین وايي په غونډه د افغان هوايي پوځ ایم ډي ٥٣٠ نومې هېلې کاپټرو بمباري پېل کړه چې د دستورې په ورستي صفونو کې ناست ماشومان پکې ولگیدل.

د بمبارۍ ورسته غونډه منتشر شوه نو د ملگرو ملتونو رپورټ وايي هېلې کاپټرې بیرته راغلې او د غونډې گډوال چې نژدې کلې په لوري روان وو په هغو یې مشینې ټوپکې او راکټې وچلولې. رپورټ وايي دا نه ده معلومه چې آیا هېلې کاپټرو قصداً ملکي خلک په نخښه کړل. رپورټ وايي دا حمله د احتیاط د قوانینو او د طاقت د تناسب په اړه د حکومت په تگلاره پوښتنې راپورته کوي.

دوه کاله وړاندې د هوایي بمبارۍ صلاحیت ترلاسه کولو ورسته، افغان حکومت په هوايي حملو کې اضافه کړې ده. د افغانستان د دفاع وزارت ترمخه افغان ایرفورس یا د افغانستان هوايي ځواک هره ورځ د وسلوالو په ضد د دوو نه تر د ١٢ ؤ پورې حملې ترسره کوي.

په افغانستان کې میشته نړیوالو ځواکونو هم په هوایي بریدونو کې پراختیه راوستې ده. د امریکې د دفاع وزارت یا د پېنټگان د شمیر ترمخه د سږ کال په وړمبو دریو میاشتو کې چې نړیوالو ځواکونو څومره هوايي بمباري کړې ده هم په دومره موده کې یې په تیرو ١٥ کلونو کې نه ده کړې.

تېرکال صدر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د موجودگۍ دپاره د سر نیټه ونه ټاکله.

امریکايي پوځي مامورین دا خبره تسلیموي چې په افغانستان کې جگړه د جمود سره مخامخ ده.

کال ٢٠١٧ د افغان امینتي ځواکونو دپاره سخت وو. تیر کال د افغان پولیس او پوځ په شمیر کې د وړاندې په مقابله کې ١١ فیصد کمی شوی دی. دا خبره په افغانستان کې د امریکې د څارنې دفتر سیگار په خپل رپورټ کې کړې ده. د افغان پولس په شمیر کې ٢٣٠٠٠ نفر کم شوي دي او د پوځ شمیر ۴٨١٨ نفر کم شوې دي.

سیگار وايي افغان حکومت د هېواد د ټولو ولایتونو د نیمايي څخه څه لږو زیاتو ولایتونو باندې اختیار لري او نور ولایتونه د طالبانو د اثر دلاندې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG