لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې نه افغانستان سره د زیاتې مرسته غوښتنه کړې


د جنګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ترجمان لېیرک وویل افغانستان د موسمي بدلون د بدو اثراتو او قدرتي افتونو د خطر سره هم مخامخ دی
د جنګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ترجمان لېیرک وویل افغانستان د موسمي بدلون د بدو اثراتو او قدرتي افتونو د خطر سره هم مخامخ دی

ملګرو ملتونو ویلي د کرونا وایرس، جنګ او د موسمي بدلون له المه افغانستان زیاتې بشري مرستې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو څانګې ترجمان ینس لېیرک وویل په اینده کال کې د ۱۶ مېلین افغانانو سره مرستې دپاره به ملګري ملتونه یو اشاریه درې بېلین (ارب) ډالرو مالي امداد ته اړتیا لري.

ینس وویل د تېر کال په مقابل کې په راتلونکي کال کې مرستې ته د اړتیا لروونکو کسانو په تعداد کې دوچنده اضافه شوي ده چې لوې له امل یې کرونا وایرس دی. هغه وویل سږ کال د ژمي په موسم کې خلکو سره د مرستې دپاره ملګري ملتونه ۷۱ مېلین ډالرو ته ضرورت لري.

افغانانو ملګرو ملتونو ته ویلي امید کوي چې د ۴۰ کلونو د جنګونو نه پس په افغانستان کې د امن دپاره بېن الافغان مذاکرات به کامیاب شي.

د جنګونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ترجمان لېیرک وویل افغانستان د موسمي بدلون د بدو اثراتو او قدرتي افتونو د خطر سره هم مخامخ دی.

لېیرک وویل د کرونا وایرس له امله په افغانستان کې د کورنیو امدنونه کم او ضرورتونه زیات شوي دي او د پنځو کلونو نه د کم عمر ماشومانو نیمايي برخه د خوراک د کمي سره مخامخ دي او ژوند بچ کوولو دپاره علاج ته ضرورت لري. هغه وویل خوراک او د صحت پام لرنه بنیادي ضرورتونه دي. هغه زیاته امدادي کارکوونکو سږ کال قریباً اته مېلین کسانو ته بشري امداد رسولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG