لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی


سږ کال د پټي په دروازه د یو کلو اوچو افیمو نرخ ٩۴ ډالر و، چې د کال ٢٠٠۴ راهسې تر ټولو ټیټه بیه ده
سږ کال د پټي په دروازه د یو کلو اوچو افیمو نرخ ٩۴ ډالر و، چې د کال ٢٠٠۴ راهسې تر ټولو ټیټه بیه ده

د ملگرو ملتونو د نوي څېړنې ترمخه د سختې اوچ کالۍ او د افیمو د کمو بېیو له عامله په افغانستان کې سږ کال د کوکنارو په کښت کې ٢٠ فیصد کمی شوی دی.

د ملگرو ملتونو د نشۍ توکو او د جرمونو د مخنیوي دفتر ترمخه تېرکال په ٣٢٨٠٠٠ هېکټره علاقه کوکنار کرل شوي وو خو سږ کال دغه علاقه ٢٦٣٠٠٠ ته کمه شوې ده.

اداره وايی د کمي باجود هم دا د کال ١٩٩۴ راهسې د کوکنارو د کښت دویمه لویه رقبه وه. ادارې په افغانستان کې د تریاکو د څارنې دنده په کال ١٩٩۴ کې پېل کړې ده.

هم دغه رنگ ملگري ملتونه وايي د افیمو یا تریاکو په پېداوار کې ٢٩ فیصد کمی شوی دی. سږ کال ٦۴٠٠ ټنه افیم پېدا شوي. تېرکال دغه پېداوار ٩٠٠٠ ټنه و.

د ملگرو ملتونو د نشۍ توکو او د جرمونو د مخنیوي څانگې په افغانستان کې نماینده مارک کول هون په کابل کې خبریالانو ته وویل د کوکنارو په کښت کې د کمي یو سبب د افیمو ټېټې بېې هم وې. سږ کال د پټي په دروازه د یو کلو اوچو افیمو نرخ ٩۴ ډالر و، چې د کال ٢٠٠۴ راهسې تر ټولو ټیټه بیه ده.

ښاغلي مارک کول هون وویل د افغانستان په شمالي او مغربي سیمو کې سخته اوچکالي د کوکنارو په کښت کې د کمي بل سبب و. هغه زیاته کړه که څه هم په مجموعي توگه د کوکنارو د کښت د لاندې سیمه کې کمی شوی خو د دې باوجود هم په ریکارډ کچه زیاته علاقه دا فصل کرل کېږي چې له امله یې نه یوازې خپله افغانستان بلکې سیمې او هغه هېوادونو ته خطرات راولاړیږي چرته چې دا تریارک وړل کېږي او یا د کومو هېوادونو څخه چې د دې تریارکو قاچاق کیږي.

مارک کول هون وویل د قانون په عملي کولو کې مشکلات، سیاسي بې ثباتي، د حکومت د عملدارۍ نشت والی او اداري فساد هغه عوامل دي چې په وجه یې د کوکنارو کښت ته دوام مومي.

د ملگرو ملتونو د څېړنې ترمخه په کال ٢٠١٨ کې د افغانستان په ٣۴ ولایتونو کې په ٢۴ ولایتونو کې کوکنار کرل شوې دي. تېر کال هم د کوکنارو د کښت شمېره هم دغه ډول وه.

ملگري ملتونه وايی په افغانستان کې ٦٩ فیصد کوکنار د هېودا په جنوبي برخو کې وکرل شول، تر ټولو زیات په هلمند، بیا په کندهارو، اورزگان او بیا ننگرهار ولایتونو کې وو.

د ملگرو ملتونو په څېړنه کې وویل شو چې تېر کال د کوکنارو د کښت سره تړلې

٣۴٥٠٠٠ کل وقتي روزگارونه ورکړی شوي وو.

په افغانستان کې د امریکې د بیا رغونې لوې څارنوالۍ سیگار په خپل ورستي رپورټ کې ویلي په افغاسنتان کې د نشۍ توکو د پېداوار د مخنیوي په مد کې امریکې نهه ارب ډالر مصرف کړې دي خو د نشۍ توکو د مخنیو دپاره په بېلا بېلو مدونو کې د کوښښونو باوجود هم "د نشۍ توکو د ریښې په افغانستان مضبوطې دي او دا تجارت لار نور خپریږي."

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG