لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: د امریکايي هوايي ځواکونو په بمبارۍ کې ملکي کسان وژل شوي


امریکايي ځواکونو په خپل بیان کې وویل په کومه طریقه چې یوناما د طالبانو د نشۍ توکو کارخانو ذکر کړې دی، دوی ورسره اتفاق نلري
امریکايي ځواکونو په خپل بیان کې وویل په کومه طریقه چې یوناما د طالبانو د نشۍ توکو کارخانو ذکر کړې دی، دوی ورسره اتفاق نلري

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر ویلي سږ کال د می په میاشت کې د نشۍ توکو جوړونکو په مرکزونو د امریکايي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې ٣٩ ملکي کسان وژل شوې دي خو امریکايي ځواکونو د ملگرو ملتونو دغه رپورټ رد کړی دی.

یوناما خپل رپورټ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کابل او جنیوا کې شائع کړو.

یوناما وویل امریکايي ځواکونو د فراه ولایت په بکوا او نیمروز ولایت په دلارام ولسوالیو کې د نشۍ توکو په مرکزونو د ٦٠ نه زیاتې حملې وکړې چې ادارې پکې د ٣٩ ملکي کسانو د وژل کېدو تصدیق کړی دی. یوناما وویل په وژل شویو کسانو کې ١۴ ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي.

خو په افغانستان کې مېشته امریکايي ځواکونو د ملگرو ملتونو موندنې رد کړې او ویې ویل د نشۍ توکو مرکزونه یې په کره ډول په هدف کړې دي.

امریکايي ځواکونو په خپل بیان کې وویل په کومه طریقه چې یوناما د طالبانو د نشۍ توکو کارخانو ذکر کړې دی، دوی ورسره اتفاق نلري.

یواېس فور وویل د هوايي بمبارۍ په مهال او د دې وروسته یې د سیمې جاج اخیستی و او دا یې معلومه کړې ده چې په حملو کې د وسله والو نه پرته د بل چا مرگ ژوبله نه ده شوي.

خو یوناما وویل د افغانستان د انساني حقونو کمېشن ترڅنگ یې د سیمې کتنه کړې ده. یوناما وویل یوې بلې پېښې په اړه یې هم پلټنې پېل کړې دي چې پکې د ٣٧ ملکي کسانو د وژل کېدو خبره شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG