د ملګرو ملتونو ادارو د جمعې په ورځ د اسرایل نه غوښتنه وکړه چې هغه امر دې بېرته واخلي چې په کې 1.1 مېلین فلسطینیانو ته وېل شوي چې په اینده 24 ګنټو کې دې د غزه د شمالي برخې جنوبي برخې ته لاړ شي. د ملګرو ملتونو ادارو وویل داسې کېدل ممکن نه دي او تباه کن اثرات به ولري.
د فلسطیني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې یواېس ریلیف اېڼد ورکس اېجنسي فار پېلسټينین رېفیوجیز مشر فلېپ لزریني وویل په غزه کې د ابادۍ بې ځایه کېدل به د خلکو مشکلات په بې مثاله کچه زیات کړي او په نورو تېارو کې به یې ور وغورځوي.
په یو بیان کې لزریني وویل چې په غزه کې چې په کوم رفتار انساني بحران روان دی دا "هډونه جام" کوي. هغه خبرداری وکړو چې غزه د تباهۍ څنډې ته ورسېدلې ده.
د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه پس، لزریني وویل 423000 فلسطینیان بې ځایه شوي دي، 270000 کسانو د ملګرو ملتونو په پناه ځایونو کې پناه اخېستې چېرته چې دلزریني په قول پناه اخیستونکو ته بنیادي خوراک، دوایانې او ملاتړ ورکول کېږي چې دا ډول یې "احترام او د امید څیره" بحال وساتل شي.
د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او هم د ملګرو ملتونو د نورو څانګو سره په هم غږۍ اسرایل نه غوښتنه وکړه چې خپل دې بېرته واخلي.
ډبلیو اېچ او وویل په داسې حال کې چې د اسرایل هوايي بمباري دوام لري په غزه کې ملکي خلکو سره د پناه دپاره بل محفوظ ځای نه دی پاتې.
د ډبلیو اېچ او ترجمان طارق یاساروېک د صحت فلسطیني وزارت ډبلیو اېچ او ته اطلاع ورکړې چې دا ممکنه نه ده چې په هسپتال کې د علاج دلاندې سخت ناروغان د شمالي غزه نه منتقل کړی شي. په دغو مریضانو کې د زیات عمر ناروغان، سخت زخمیان شوي کسان، ماشومان، نوي زېږېدلي ماشومان او هغه کسان شمال دي چې د انتهايي سخت په بېړني وارډ یا ايي سي یو کې پراته دي. د ډبلیو اېچ او ترجمان وویل د غزه د صحت نظام تباه کېدو ته نږدې شوی دی.
هغه وویل په غزه کې د انساني بحران د مخنیوي دپاره ضروري ده چې سیمې په بيړني ډول خشاک، اوبه، خوراک او دوایانې ور وسووول شي.
په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د حماس په ضد د جنګ اعلان کړی، په غزه د ځمکني عملیاتو تیاری کوي او ویلي يې دي چې غزه ته به اوبه، بجلي او د خوراک رسد بندوي.
اسرایل ویلي د غزه محاصره به تر هغه وخت دوام لري ترڅو چې حماس هغه 150 یرغمال کسان نه وي ازاد کړي چې په اسرایل د حملې په مهال يې نیولي دي.
ډبلیو اېچ او وايي په غزه کې هسپتالونو سره د جنرېټرو د چلولو دپاره تېل قریباً ختم شوي دي. د ملګرو ملتونو ادارې وویل په غزه کې وینې، دوایانو او د نورو طبي سامان کمی دی.
ډبلیو اېچ او غوښتنه کړې چې غزه ته د بېړني ضرورت طبي امداد د رسوولو دپاره محفوظه راهداري جوړه کړی شي. یاسروېک وویل ډبلیو اېچ او په دوبۍ کې د رسد مرکز لري او چې څنګه اجازت ورکړی شي غزه ته امدادي سامان رسوولی شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف د سمدستي ډز بندۍ غوښتنه کړې او ویلي يې دي چې کومو 1.1 مېلین کسانو ته د شمالي غزه نه د تګ امر شوی نیمايي په کې ماشومان دي.
د ېونېسېف ترجمان جېمز اېلډر وویل په "سلګونو او په سلګونو" ماشومان وژل شوي او زخمیان شوي دي. هغه وویل تصویران او قیصې دا خبره واضحه کوي چې ماشومان په بدن د اور زخمونه لري، د مارټر زخمیان شوي دي، لاس او پښې یې ضایع شوي دي او هسپتالونه یې د علاج مناسب صلاحیت نه لري. هغه زیاته کړه چې ماشومانو ته د نقصان شمېرې په زیاتېدو دي.
هغه غوښتنه وکړه چې نړیوال قانون دې عملي کړی شي او حماس چې په غزه کې د اسرایل ماشومان یرغمال کړي په سمدستي ډول دې ازاد کړی شي.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې ترجمانې روینا شامدېساني پکار نه ده چې په جنګ کې دې ملکي کسان د جوړ جاړي دپاره استعمال کړی شي.
هغې وویل د حماس دلاسه د خلکو یرغمالېدل او په درېغه ډول قتل کېدل د نړیوال قانون خلاف ورزي ده او جنګ جرم ګڼل کېږي.
شامدساني وویل د ملکي ابادۍ محاصره چې ملکي خلکو ژوند د خطر سره مخامخ کوي، د خوراک، دوایانو او بجلۍ په شان د ژوندي پاتې کېدو په شان ضروري شیانونه یې محرومه کوي هم د بشریت په اړه د نړیوال قانون خلاف ورزي ده.
ترجمانې زیاته کړه چې په قصداً په ملکي کسانو لوږه د جنګ د اوزار په توګه استعمالول او ملکي کسان د ژوندي پاتې کېدو دپاره د ضروري شیانونه د محرومه کولو تشریح د جنګي جرم په څېر شوې ده.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې مشر والکر ټرک په جنګ کې د ښکیلو فریقېنو نه غوښتنه کړې چې د انساني امداد رسوولو دپاره دې محفوظه لاره وټاکل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري امداد د رابطه کارۍ ادارې اوچا په غزه کې 1.2 مېلین کسانو ته خوراک او نور بنیادي امداد رسوولو دپاره د 294 مېلین ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده. څه امداد په مقبوضه وېسټ بېنک ته هم لېږل کېږي.
اوچا غوښتنه کړې چې جنګ دې په سمدستي ډول ودرول شي. ادارې وویل د اسرایل دا حکم چې د شمالي غزه نه دې خلک ووځي د عملي کېدو وړ نه دی.
Forum