لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېنجلینا جولي د ملګرو ملتونو نه غوښتلي چې په جنګونو کې په ماشومانو د جنسي تېریو مخنیوی دې وکړي


اېنجلینا جولي
اېنجلینا جولي

امریکايي فلمي اداکارې اېنجلینا جولي د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غږ وکړو چې د جنګونو په حالاتو کې په ماشومانو کېدونکي جنسي تېریو دې مخه ونیسي او په دغو جرمونو کې ککړ کسانو دې احتساب وکړي.

اېنجلینا جولي وویل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو اېن ایچ سي ار سره د کار په ۲۰ کلني وخت په مهال یې د جنسي او کورني تشدد ښکار ماشومان لیدلي دي او د دنیا یو براعظم یې هم د دې مسلې نه خالي نه دی موندلی. "داسې براعظم نیشته چې دې جرم نه وي وهلی."

اېنجلینا جولي په جنګي حالاتو کې په ماشومانود جنسي تیریو په موضوع د سکیورتي کاونسل غونډې ته په داسې کې تقریر کوولو چې یو کال وړاندې ملګرو ملتونو قرارداد ۲۴۶۸ منظور کړو چې پکې د ماشومانو د جنسي استحصال مخنيو دپاره اقدامات سخت کړی شوي دي او سکیورټي کاونسل ته پکې دا اختیار هم ورکړی شوی دی چې په ماشومانو په جنسي تېریو کې کګرو کسانو باند پابندۍ ولګوي او د جنسي زیاتي ښکار خلک د خپل استحصال توان عوښتنه وکړي.

اېنجلینا جولي د یزیدي مېرمنو او ماشومانو مثال ورکړو چې هغې وویل په کال ۲۰۱۴ کې یې ورسره په شمالي عراق کې ملاقاتونه کړي دي. د وي اوای انګریزۍ څانګه په خپل رپورت کې وايي د کال ۲۰۱۴ راهسې د داعش وسله والې ډلې د زرګونو په شمېره کې یزیدي مېرمنې او ماشومان تښتولي وو، د غلامانو په څیر سلوک او استحصال به یې کوولو. ګڼ شمېر مېرمنې اوس هم بندیوانې دي.

اېنجلینا جولي د انټرنېټ دلارې د ملګرو ملتونو غونډې ته وویل د ګڼ شمېر ماشومانو په خپلو سترګو د خپلوانو وژل کېدل او په مېندو یې جنسي تېري لېدلي دي. هغې وویل یو ډاکټر چې د سلګونو یزیدي مېرمنو علاج یې کړی دی هغې ته وویل چې د داعش په ولکه کې د نهو کالو نه واخلې تر د ۱۷ کلونو پورې هره ماشومه د جنسي تېري او جنسي استحصال ښکار شوي ده او په ځېنو کېسونو کې خو د نهه کلونو نه د کم عمر ماشومانې هم د زیاتې سره مخامخ کړی شوي دي.

اېنجلینا جولي وویل دغه ماشومان د اوس د ذهني فشار او یو شمېر نفسیاتي مسلو سره ښکار دي او بوږنونکي خوبونه ویني خو د مرستې په وخت دا خلک نامعلومه پاتې شي او خدمات ور وه نه رسول شي. هغې زیاته کړه د دې ماشومانو د خصوصي پام لرنې کمی دی.

اېنجلینا جولي په نړیوالې تولنې غږ وکړو چې د جنسي زور زیاتي ښکار خلکو د امداد دپاره زیات مالي وسایل برابر کړي.

د ملګرو ملتونو غونډې ته د میانمار کېن عمر هم د خپلې ادارې ورکنګ ګروپ ان وېمن پیس اېنډ سکیورتي په نمایندګۍ خبرې وکړې. هغۍ وویل په میانمار کې پوځ د ډیر وخت راهسې د نسلي اقلتیونو خلاف په مېرمنو جنسي تېری د یوې الې په توګه استعمالوي. هغې وویل د کال ۲۰۱۶ او د کال ۲۰۱۷ ترمنځ د روهینګیا مسلمانانو خلاف د پوځ په اقداماتو کې د جنس په بنیاد تشدد ویرونکي نمونه ولیدل شوه.

مېرمن عمر وول په میانمار کې د جرمونو لړۍ اوس هم دوام لري او سکیورټي کاونسل ته پکار دې چې په دې اړه مقدمه د جرمونو خلاف نړیوال عدالت انټرنشنل کریمینل کورټ ته یوسي ځکه چې په میانمار کې دننه یې احتساب ممکن نه دی.

په جنګونو کې د جنسي تشدد د مخنیوي دپاره د ملګرو ملتونو د مشر خصوصي استازي مېرمن پرمیله پېټن وویل جنسي تشدد په سیاسي توګه د خلکود زورولو، د خلکو عزت نفس د کموولو او خلک د خپلو سیمو نه په مهاجرت مجبورولو دپاره استعمالیږي. هغې وویل په جنسي تشدد کې په زور جنسي فعل یا ریپ، جنسي غلامي، پېسو دپاره جنسي تعلق، په زورحمل او په زور د څمل ضایع کول او په زور ودونه شامل دي.

مېرمن پېټن وویل تېر کال ملګرو ملتونو د جنګ په حال کې د جنسي تشدد قریباً ۳۰۰۰ پېښې ریکارډ کړې خو هغې زیاته کړه ډیر کېسونه د بدنامۍ د ویرې له امله رپورټ نشې او څوک ترې خبر نشي. د شمېرو ترمخه د جنسي تشدد ښکار ۹۰ فیصد ښځې او جېنکۍ وې، ۸۴۸ ماشومانې او د سلګونو په شمېره کې هم جنسان، سړي او هلکان هم وو.

هغې وویل د جنسي تشدد ښکار یو شمېر خلک اوس هم د تاوان په لټون کې دي لکه د جنګ نه وروسته په بوسنیا هرزیګوینا کې د جنسي استحصال سره مخامخ شوي خلک د خپلو غوښتنو هواریدل او انصاف غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG