لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو په تربیتي مرکز د خونړۍ بمبارۍ وروسته ادارې په غزه کې د ملکي کسانو د تحفظ غوښتنه کړې


په خان یونس کې د اسرایل د ځمکني عملیاتو په مهال په اسمان کې لوګی لیدل کېږي
په خان یونس کې د اسرایل د ځمکني عملیاتو په مهال په اسمان کې لوګی لیدل کېږي

د ملګرو ملتونو یو لوړ رتبه چارواکي د زیارت،‌ پنجشنبې، په ورځ غوښتنه وکړه چې د ملکي کسانو د تحفظ دپاره دې اقدامات وکړی شي. دغه غوښتنه پس له دې وشوه چې د ملګرو ملتونو په یو تربیتي مرکز کې چې په زرګونو فلسطیني کډوالو په کې پناه اخیستې وه په بمبارۍ کې په کې لږ تر لږه 12 کسان ووژل شوو.

د غزه د چارو دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې مشر ټامس وایټ د غزه په جنوبي ښار خان یونس کې د حملې وروسته صورتحال په اړه وویل دا د انساني قانون په بنیادي اصولو عملدارۍ کې ناکامي څرګندوي.

هغه وویل په خان یونس کې په ملکي خلکو مسلسل حملې د قبولولو وړ نه دي او په سمدستي ډول دې ودرول شي. هغه وویل خلک وژل او زخمیان کېږي او په داسې حال کې چې د هسپتالونو او د بې ځایه شویو خلکو د پناه ځایونو شا او خوا جګړه زیاتېږي نو خلک اېسار شي او د ژوند د بچ کولو عملیات د خنډانو سره مخامخ شي.

وایټ وویل په بمبارۍ کې 75 کسان زخمیان شوي هم دي.

اسرایلي پوځ وویل د پېښې په اړه یې تحقیقات شروع کړي دي خو ګمان نه کوي چې دغه بمبارۍ د اسرایلي ځواکونو دلاسه شوې ده. اسرایلي پوځ دا هم وویل په پراخه کچه د خان یونس سیمه د حماس د وسله والو مرکز دی.

امریکا چې د حماس خلاف د اسرایل د جنګ حمایت کوي، په ملکي کسانو د وروستۍ حملې غندنه وکړه او د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ وویل "مونږ د ملګرو ملتونو د خان یونس په تربیتي مرکز په حمله خفګان کوو."

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان وېدانت پټېل وویل مخې یې هم دا خبره کړې، د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن هم ویلي چې د ملکي کسانو تحفظ دې وکړی شي، د متحده قومونو د اسانتیاو دې تحفظ وکړی شي، د بشري کارکوونکو دې تحفظ وکړی شي چې د ضرورت مندو خلکو مرسته وکړي.

د فلسطیني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې مشر فلېپ لزاریني وویل دا خبره واضحه کړی شوې وه چې په خان یونس کې تربیتي مرکز د متحده قومونو وداني ده او د موقیت په اړه یې اسرایلي چارواکو ته معلومات ورکړی شوي وو.

په عین حال کې د اسرایل او حماس په جنګ کې د 30 ورځو اوربند په اړه خبرې دوام لري. د مجوزه ډز بندۍ په مهال په حماس باقي پاتې یرغمالان ازادوي او غزه ته به نور بشري امداد ورسوول کېږي.

د ډز بندۍ د خبرو دپاره د امریکې خصوصي استازی برېټ مېکګرک په دوحه، قطر، کې و. د نومبر په میاشت کې د یوې هفتې د ډزبندۍ په مهال حماس 100 اسرایلي یرغمالان او اسرایل 240 فلسطیني قېدیان ازاد کړي وو.
د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي وو او تر د 250 پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې وروسته اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو او په غزه کې د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ترمخه په غزه کې تر اوسه د 25700 فلسطینیان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG