لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډبلیو اېچ مشر: نړیوالې ټولنه دې غریبو ملکونو ته د کرونا وایرس وېکسین ورکړي


 د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس په جنېوا کې انلاین خبري غونډې ته وویل د کرونا وایرس وېکسین د تقیسم نظام "کووېکس" صلاحیت لري چې وېکسین بېلا بېلو هېوادونو ته ورسوي خو وېکسین ورسره نشته
 د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس په جنېوا کې انلاین خبري غونډې ته وویل د کرونا وایرس وېکسین د تقیسم نظام "کووېکس" صلاحیت لري چې وېکسین بېلا بېلو هېوادونو ته ورسوي خو وېکسین ورسره نشته

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن، ډبلیو اېچ او، مشر په نړیوالې ټولنه غږ کړی چې غریبو ملکونو ته دې د کرونا وایرس په ضد وېکسین ورکړي چې په موجوده وخت کې لس مېلین وېکسین ته په بېړنۍ توګه ضرورت لري.

د ډبلیو اېچ او مشر ټېډروس اېدونېم ګېبریېسس په جنېوا کې انلاین خبري غونډې ته وویل د کرونا وایرس وېکسین د تقیسم نظام "کووېکس" صلاحیت لري چې وېکسین بېلا بېلو هېوادونو ته ورسوي خو وېکسین ورسره نشته.

هغه وویل دوه اړخیزه تجارتي معاهدې، په اېکسپورټس یا صادراتو پابندۍ او په وېکسینو د بېلا بېلو قومونو د اجارادارۍ له امله په نړیواله کچه د وېکسن تقیسم د عدم مساوات ښکار دی. کووېکس د وېکسینز ګلوبل اېکسس مخفف دی او د دې انتظام دلارې کوښښ کېږي چې په نړیواله کچه د کرونا وایرس وېکسین ته مساوي رسايي ممکنه کړي.

د ډبلیو اېچ او مشر وویل غریب ملکونه لس مېلین وېکسینو ته په بیړنۍ توګه ضرورت لري. بلخوا د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر نیویارک کې ۱۸۱ ملکونو یو سیاسي قرارداد دسختط کړو چې پکې کرونا وېکسین ته په اسانه او د هرچا رسايي د ولسي خېرښېګړې کار وبلل شو.په قرارداد کې د کووېکس پروګرام سره د مرستې او د وېکسین پېداوار د زیاتولو غوښتنه وشوه. کووېکس ۵۷ ملکونو ته ۳۱ مېلین کرونا وېکسین رسولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د لبنان سفیرې امل مدللي په قرارداد کې د شاملو ملکونو په نمایندګۍ وویل دا وخت په دنیا کې د کرونا وایرس او د وېکسین ترمنځ زغل مقابله ده او په تقیسم کې د عدام توازن له امله دا مقابله به یوازې هغه ملکونه ګتي چې وېکسین لري.

د امریکې جانز هاپکنز یونېورسټۍ د جمعې د ورځې د شمېرو ترمخه دا وخت په دنیا کې یوسل پنځوېشت اشاریه پنځه مېلین کسان کرونا وایرس ناروغان کړی دي. په امریکا کې دغه تعداد ۳۰ مېلین، په برازیل کې دولس اشاریه درې مېلین او په هندوستان کې دغه شمېره یولس اشاریه اته مېلین ده.

د ماشومانو په زدکړو د کرونا وایرس د اثراتو په اړه د ملګرو ملتونو د ساینس او تعلیم څانګې یونېسکو وايي د وبا دلاسه د ۱۰۰ مېلین نه زیاتو ماشومانو د لوستلو په صلاحیت منفي اثر غورځېدلی دی.

یونېسکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د کرونا وایرس د خپرېدو نه وړاندې د ماشومانو د لوستلو صلاحیت په لاندې روان و خو په کال ۲۰۲۰ کې به دا د ۴۸۳ مېلین نه ۴۶۰ مېلین ته راکم شي. ادارې وویل په تېرو څو لسیزو کې د ماشومانو د لوستلو په صلاحیت کې چې کوم پرمختګ شوی و د کرونا وایرس له امله به ضایع شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG