د ملګرو ملتونو مشر اېنټوینو ګوټېرېس د طالبانو غندنه کړي چې د هغه په قول د افغان مېرمنو او جینکو سره کړي خپل لوظونه يې مات کړي دي.
ګوټېرېس خبریالانو ته وويل چې طالبان دې مېرمنو سره خپل لوظونه او د انساني حقونو او د نړیوالو قوانین د لاندې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه ګوټېرېس وویل ملګري ملتونه به د مېرمنو د حقونو مسله د پامه نه غورځوي اداره یې هره ورځ د طالبانو سره په اړه خبرې کوي.
ګوټېرېس وویل افغان مېرمنو سره د لوظونو ماتېدل د هغوي خوبونه ماتول دي.
د افغان مېرمنو په اړه د ګوټېرېس د بیان نه وړاندې امریکايي استازو په قطر کې طالبانو سره د خالي، شنبې، او اتوار، يکشنبې، په ورځ خبرې وکړې.
افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا نه پس د دواړو خواو د استازو دا لومړی نېغ په نېغه ملاقات و او د امریکې خارجه وزارت ویلي په دغه لیدنه کې د مېرمنو د حقونو په مسله هم خبرې وشوې.
د طالبانو په موقتي کابینه کې مېرمنې نمایندګي نه لري چې نړیوالې ټولنې یې غندنه کړې ده.
د طالبانو د واکمنۍ نه وروسته افغان مېرمنو په کابل او په نورو ښارونو کې د خپلو حقونو د تحفظ دپاره مظاهرې کړي او مطبوعاتي رپورټه وايي د ځینو مظاهرو د ختمولو دپاره طالب وسله والو تشدد هم کړی دی.
ګوټېرېس وویل د 2001 نه پس په افغانستان کې د درې مېلین نه زیاتو جینکو سکولونو ته تګ شروع کړی دی.
طالبانو د ثانوي یا د منځنۍ درجې جینکۍ سکول ته د تک نه منع کړي دي خو د دغې درجې د هلکانو سکولونه خلاص دي.
د ملګرو ملتونو مشر وویل د افغانستان د اقتصاد 80 فیصد برخه په غېر رسمي ډول چلیږي چې مېرمن پکې مرکزي کردار لري. "داسې هېڅ لاره نشته چې افغان اقتصاد او ټولنه د دوی (مېرمنو) نه بغیر بحالېدلی شي."
د ای اېف پي رپورټ وايي د افغانستان اقتصاد د بدحالۍ سره مخامخ دی، نړیوال امداد بند شوی دی، د افغانستان اثاثې منجمد کړی شوي دي او په افغانستان کې د خوراک قېمتونه او بې روزګاري مخ په زیاتېدو دي.
ګوټېرېس وویل پکار ده چې داسې لارې ولټول شی چې افغان "اقتصاد بیا ساه واخلی" خو نړیوال قوانین او اصولو هم متاثر نشي.