لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملګرو ملتونو سرمنشي په کال۲۰۱۸م کې د نوو خطرو خبرداری ورکړی


د ملګرو ملتونو سرمنشي اېنتونیو ګوېټرس خبرداری ورکړی په کال ۲۰۱۸م کې نړۍ د یو شمیر نوو او پیچلي خطرو سره مخ کیدی شي.

د نوي کال په خپل پيغام کې ښاغلي ګويټرس د خطرو د مخ نیوي او د یوې پرامنه نړۍ لپاره په شریکه د کوښښونو غږ کړی.

په خپل پیغام کې د ملګرو ملتونو مشر منلي د بده مرغه کال ۲۰۱۷م لپاره د هغې هېلې او امیدونه نه دي پوره شوي او زیاته کړې يې ده چې په یو شمیر برخو کې نړۍ په شا تللې ده.

د نوي کال په موقع په خپل دغه پیغام کې ښاغلي ګوېټرس ویلي ٫٫ په نړۍ کې لانجې لا هم سختې شوي او نوې خطرې پیدا شوي. د نیوکلیايي وسلو په اړه د نړۍ یرې تر بل هر وخته ډېرې شوي او ماحولیاتي بدلون یا ګلوبل وارمنګ ډیر په تندۍ سره په نړۍ کې بدلونونه راوستي.٬٬

اېنتونیو ګوېټرس زیاته کړې په داسې حال چې کال ٢٠١٨م پیل کیږي په نړۍ کې بې انصافي، د بشري حقونو یرونکې سرغړونې، قامپرستي او د نورو قامونو نه یرې سېوا شوي او په ګرده نړۍ يې د یو والي غږ کړی.

په کال (۲۰۱۷م) کې چې کله ښاغلي ګوېټرس د ملګرو ملتونو د سرمنشي څوکۍ ترلاسه کړه نو نړۍ د لاندینو یو شمیر لویو چېلنجونو سره مخ وه:

یمن: چرته چې د نړۍ تر ټولو لویه بشري ستونزه روانه ده او نژدې اته مېلینه خلک د خوراک، اوبو او دوایانو د کمۍ سره مخ او یو مېلین ماشومان د هیضې په ناروغۍ اخته دي.

میانمار: تیرکال په میانمار کې پیل شوي تشدد د لاسه شپږنیم لکه روهنګیا مسلمانان بې کوره شوي او په ګاونډي بنګله دېش کې په سختو حالاتو کې ژوند کوي.

شام: د شام کورنۍ جګړه اووم کال ته داخل شوې، په دغه جګړه کې په لکونو خلکو خپل ژوند د لاسه ورکړی او د ۱۱ ملینه نه سېوا بې کوره شوي.

سره د دې په سوېلي سوډان، جمهوریه کانګو، افغانستان، عراق او ګڼو نورو هیوادونو کې د جګړو او جنګونو د لاسه خلکو خپل ژوند او مال جاېداد د لاسه ورکړی.

XS
SM
MD
LG