لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو،‌ ایچ آر ډبلیو او ایمنیسټي انټرنېشنل په افغانستان کې بدني سزاګانې غندلې دي


ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار تنظیم او د بشري حقونو یو بل نړیوال تنظیم ایمنیسټي انټرنېشنل په افغانستان کې په ولسي ځایونو کې خلکو ته بدني سزاګانې ورکول غندلې دي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی ولري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما د جون پر پینځمه پر خپل فېسبوک او ایکس په یوه لنډ بیان کې د طالبانو د ستر عدالت په امر خلکو ته ورکړل شوې د تېرې سه شنبې- نهې د ورځې سزاګانې یادې کړې او لیکلي یې دي:

"د افغانستان واکمنو چارواکو [د جون پر څلورمه] د سرپل په ولایت کې 63 کسان په ښکاره په دُرو وهلي دي. یوناما بدني سزاګانې یو ځل بیا غندي او د بشري حقونو نړیوالو ذمه واریو ته د درناوي غوښتنه کوي".

د طالبانو سترې محکمې یا سپریم کورټ د سه شنبې- نهې په ورځ وویل چې 63 تنه یې د بېلابېلو جرمونو په تور د شمالي سرپل ولایت د لوبو په مرکزي میدان کې د عامو خلکو په وړاندې په دُرو وهلي دي.

ددې عدالت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې دغه کسان په "لواطت، غلا او نورو غیر اخلاقي جرمونو" تورن وو، چې وایي 14 ښځې هم پکې شاملې وې او د عدالت حکم ورباندې د طالبانو د چارواکو په مخ کې عملي شو.

ایمنیسټي انټرنېشنل هم په سرپل کې خلکو ته د طالبانو سزاګانې "بوږنوونکې او غیرانساني" بللې دي او غوښتنه یې کړې چې دا سزاګانې باید په هیڅ صورت کې تر سره نه شي:

"د طالبانو چارواکو د بشري حقونو نړیوال قانون ته پام نه دی کړی او یو ظالمانه عدالتي سیسټم یې بیا عملي کړی دی چې د غیرانساني چارو په قانوني کولو کې یې مرسته کړې ده".

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ویاند جرمي لارنس هم پر دې کار ژور خفګان ښکاره کړی چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې په پراخ ډول او پرله پسې خلکو ته بدني سزاګانې ورکوي.

ښاغلي جرمي د چارشنبې- شورو په ورځ په یوه بیان کې ویلي، په سرپل کې 48 سړي او 15 ښځې له 15 تر 39 ځله په دُرو وهل شوي او بیا د بند د سزا بشپړولو لپاره بیرته زندان ته لېږل شوي دي.

لارنس جرمي ویلي چې دغه کسان "له کورونو د تېښتې او اخلاقي جرمونو" په تور سزا شوي او د طالبانو د حکومتي چارواکو او د سیمې د سلګونو اوسېدونکو په وړاندې په دُرو وهل شوي دي:

"بدني سزاګانې د بشري حقونو له نړیوال قانونه ښکاره سرغړونه ده. افغانستان د اذیت او نورو ظالمانه، غیرانساني او له سپکاوي ډک چلند او سزاګانو خلاف د کنونشن او د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال تړون د دواړو غړی دی".

ښاغلي جرمي ټینګار کړی چې د نړیوال قانون له مخې ټول خلک دا حق لري چې د دوی د فطري انساني درنښت او د برابرۍ د حق احترام وشي.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ویاند ویلي، کومې ښځې چې په ولسي ځایونو کې د زنا او نورو "تش په نامه اخلاقي جرمونو" په تور سزا شي، له هغه وروسته هم دوی د خپلو کورنیو او ټولنې د تشدد له خطر سره مخ کیږي:

"موږ بیا له واکمنو چارواکو [طالبانو] غواړو چې هر ډول بدني سزاګانې سمدستي بندې کړي".

ملګرو ملتونو د طالبانو له چارواکو دا غوښتنه هم کړې ده چې پر انصاف ولاړو مقدمو حقونو ته دې بشپړ درناوی ولري او په هر ډول جرمونو کې تورنو کسانو ته اجازه ورکي چې قانوني وکیل ته لاسرسي ولري.

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي له هغه راهیسې د دې ډلې د مشر هبت الله اخندزاده په امر په بېلابېلو ولایتونو کې تورن کسان د ولس په وړاندې سزا شوي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ او د بشري حقونو د څار تنظیم هم د سرپل د لوبو په میدان کې تورنو کسانو ته په بدني سزاګانو باندې توند غبرګونونه ښودلي دي.

ریچرډ بېنټ د جون پر پینځمه پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، دا ډول سزاګانو عملي کول د اذیت او د نورو غیرانساني سزاګانو د مخنیوي په برخه کې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سرغړونه ده:

"زه یو ځل بیا سړیو، ښځو او ماشومانو ته په سرپل او غور کې په ښکاره د تش په نامه "اخلاقي جرمونو" [ زنا او تېښتې] په تور پراخې سزاګانې غندم. دا سزاګانې باید اوس ودرول شي".

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هیدربار هم پر خپل ایکس لیکلي چې د بشري حقونو دا "بوږنوونکی خبر" له دې کبله ډېر زیات حیرانوونکی دی چې تر یوې میاشتې په کم وخت کې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه غونډه کوي او طالبانو ته یې پکې "په ټیټه ملا او زارۍ" د ګډون بلنه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت خلکو ته د بدني سزاګانو په اړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار د ادارې اندېښنو او د داسې سزاګانو د بندولو غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی خو مخکې یې د خپلو پرېکړو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا سزاګانې د "اسلامي شریعت" په رڼا کې ورکول کیږي.

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت وینا کې په عامو ځایونو کې د بدني سازګانو د عملي کېدو دفاع کړې وه او دا یې له اسلامي احکامو سره برابر کار بللی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG