لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې د یو شمېر کسانو وژنه غندلي


رویټرز خبري اداره وايي ایران د هغه پېښې تحقیقات شروع کړي دي چې پکې  د پاکستان په پوله دوه ایرانیان په ډزو وژل شوي دي او د ایران خارجه وزارت ویلي پاکستان د یو تن جسد ایراني چارواکو ته ورکړی دی
رویټرز خبري اداره وايي ایران د هغه پېښې تحقیقات شروع کړي دي چې پکې  د پاکستان په پوله دوه ایرانیان په ډزو وژل شوي دي او د ایران خارجه وزارت ویلي پاکستان د یو تن جسد ایراني چارواکو ته ورکړی دی

ملګرو ملتونو ويلي د ایران په سیستان بلوچستان صوبه کې تر ۲۳ پورې کسان وژل شوي دي او په صوبه کې د اقلیتي قومونو د تېلو لېږدونکو او د احتجاج کوونکو په ضد د ایران پاسداران انقلاب ځواکونو او نورو امنیتي ادارو د مهلک طاقت استعمال کړی دی.

رویټرز خبري اداره وايي ایران د هغه پېښې تحقیقات شروع کړي دي چې پکې د پاکستان په پوله دوه ایرانیان په ډزو وژل شوي دي او د ایران خارجه وزارت ویلي پاکستان د یو تن جسد ایراني چارواکو ته ورکړی دی.

رویټرز وویل د تېلو په لېږدونکو د ډزو په سر په سراوان ښار کې احتجاجونه شروع شول او بیا په نورو ځایونو او د سیستان بلوچستان مرکزي ښار زاهدان کې هم مظاهرې وشوې.

د رپورټ ترمخه د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ترجمان روپرټ کول وېل د جمعې په ورځ په جنېوا کې خبریالانو ته وویل په سیستان بلوچستان کې د احتجاجونو لړۍ د فېبرورۍ په ۲۲ نېټه پس د دې شروع شوه چې د پاسداران انقلاب ځواکونو په مبینه ډزو لږ تر لږه ۱۰ د تېلو لېږدونکي چې د سوختبر په نامه هم یادېږي د پاکستان د پولې سره نژدې ووژل شوو.

رپورټ وايي تشدد په داسې حال کې راپارېدلی و چې پاسداران انقلاب ځواکونو سراوان ته تلونکی سړک دوه ورځې تړلی و.

د ملګرو ملتونو ترجمان وویل احتجاجونه او وژنې د سیستان بلوچستان به نورو ښارونو کې وشوې او پاسداران انقلاب او نورو امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو او لارویانو په ضد مهلک طاقت استعمال کړو.

کول وېل وویل په سیمه کې موبایل نېټ قطع کېدو له امله دا ممکنه نه ده چې د وژل شویو کسانو کره تعداد معلوم کړی شي خو ناتایده رپورټونه د دغه شمېره ۲۳ ښايي.

کول وېل په ایران غږ وکړو چې په سمدستي ډول دې په سیمه کې د انټرنېټ نظام بحال کړي.

رويټرز خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د نور ایران برعکس چې اکثریت ابادي یې د شیعه مسلک دي په سیستان بلوچستان کې زیاتره سنیان دي.

رویټرز وايي سیستان بلوچستان د دنیا په هغو برخو کې دی چې د تېلو تر ټولو کمې بېعې لري او ایراني مامورین د دې ځای نه نورو ملکونو ته د تېلو د سمګلنک مخه نیولو کوښښونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG