ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ د دې خبرې تصدیق وکړو چې په دوحه، قطر کې، دا میاشت د افغانستان واکمنو طالبانو سره د نړیوالو استازو په غونډه کې به د افغانستان د هغه فعالانو په اړه په تشویش خبرې نه کېږي چې د شهري او د ښځو د حقونو دفاع کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما مشرې روزا اوتنبایوا په دې خبرې په اهمیت ټینګار وکړو چې نړیواله ټولنه باید طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې شروع کړي. د هغې په فکر د دې ګام په ترڅ کې د افغان مېرمنو دپاره موقعې برابرېدلی شي چې په اینده خبرو کې شرکت وکړي.
په نیویارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل د غونډې وروسته اوتنبایوا خبریالانو ته وویل دا يو بهیر دي چې په موجوده وخت کې ممکن دی او پکار ده چې خبرې شروع کړی شي.
په افغانستان کې د صورتحال په اړه د ملګرو ملتونو په کوربتوب به دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه د جون په دېرشمه نېټه شروع کېږي. داسې دوه غونډې مخکې شوي چې طالبانو په کې شرکت نه و کړی. دا وړمبی ځل دی چې طالبان به د دوحه پروسېس یا د دوحه بهیر په عنوان خبرو کې کښېني.
اوتنبایوا وویل دا به وړمبی ځل وي چې د ټولو ملکونو خصوصي استازي به د طالبانو سره مخامخ ملاقات کوي او ورته به وايي چې وګورئ داسې کار نه شي چلېدی، پکار ده چې مېرمنې هم په دې مېز ناستې وي او کاروبار ته لاس رسی ولري.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په ۲۰۲۳ کې د دوحه بیهر په دې مقصد شروع کړی و چې د طالبانو حکومت سره د ښکیلتیا دپاره منظم دریځ خپل کړی شي.
د دوحه وړمبۍ غونډې ته ګوټېرېس طالبان نه وو رابللي او طالبانو په دویمه غونډې کې ځکه شرکت نه و کړي چې دا غوښتنه يې نه وه منل شوي چې د دوی استازي دې د افغانستان رسمي نمایندګان ومنل شي.
د اېمنېسټي انټرنېشنل او هیومن رایټس واچ په شان د انساني حقونو تنظیمونو په ملګرو ملتونو تنقید کړی چې په پکار ده چې د دوحه غونډې ته د بلل کېدو په ځای دې د ښځو په ضد د مبینه جرمونو په سر د طالبانو احتساب وشي.
دې تنقید ته په جواب کې اوتنبایوا وویل د دوحه دغونډې نه مخکې به ملګري ملتونو د افغانستان نه بهر او په افغانستان کې دننه د شهري حقونو نمایندګانو سره صلاح مشوره کوي او د دوحه غونډې د ختمېدو یوه ورځ وروسته به دغه فعالان د نړیوالو استازو سره مکالمه کوي.
د یوناما مشرې وویل د دوحه په دریمه غونډه کې به توجه په افغانستان کې شخصي کاروبارونو، د مالیاتو او د بېنک برخو او د هغه کروندګرو دپاره د متبادل روزګار ته ورکول کېږي چې په کوکنارو د طالبانو د بندیز نه متاثر شوي دي.
اوتنبایوا زیاته کړه چې دا ټولې مسلې د ښځو سره هم تړون لري. هغې وویل په افغانستان کې پينځه مېلین خلک په نشۍ توکو اخته دي چې ښځې په کې د ۳۰ فیصد نه زیاتې دي.
اوتنبایوا وویل طالبان د امنیت، زراعت او د صحت په مدونو کې د نړیوالې مرستې توقع کوي. "مونږ د دې په بدل کې څه غواړوو؟ مونږ غواړوو چې دوی دې خپل ذهن بدل کړي او جینکۍ دې سکول ته پرېږدي. زه نه پوهېږم چې دوی په څه وجه جینکۍ سکول تلو ته نه پرېږدي. په ۵۷ اسلامي ملکونو کې یو ملک هم نشته چېرته چې جینکۍ سکول ته نه ځي."
په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو د جینکو په تعلیم او د ښځو په کار روزګار او سفر یو شمېر قدغنونه لګولي دي. نړیواله ټولنه د ښځو په اړه د طالبانو په تګلار تنقید کوي او تر اوسه یو ملک هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دي پېژندلی.
طالبان د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلامي تعلیم او د افغان دود دستور مطابق حالات برابروي.
Forum