د ملګرو ملتونو نړيوال عدالت د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اسرايل ته حکم کړی، په غزه کې د لوږې سره مخ فلسطينيانو ته د بشري مرستو رسولو دپاره دې د نورو لارو پرانستو اجازه ورکړي.
په هېګ کې نړیوال عدالت انصاف اسرايل ته حکم کړی، بې له ځنډه دې ټول اړین او موثره اقدمات يقيني کړي، سمدستي دې بينادي ضروري څيزونه، بشري مرستې خوراک، تېل او دوايانې وليږي.
نړیوال عدالت اسرايل ته دا حکم هم کړی، فوري دې يقيني کړي، چې پوځ یې کوم داسې اقدام ونه کړي چې په غزه کې د فلسطينانو د حقونو سرغړونه وکړي، او په يوه میاشت کې یې اسرايل ته د حکم عملي کولو په اړه د رپورټ جمع کولو ويلي دي.
اسرایل د نړیوال عدالت د امر په اړه په سمدستي توګه څه نه دي ویلي، خو د حماس پرضد نزدې د شپږو میاشتو په جګړه کې یې د نسل وژنې کول رد کړي دي. اسرايل په عدالت غږ کړی نوی امر دې نه جاري کوي.
د نړيوال عدالت حکم د جنوبي افريقې لخوا په اسرايل د نسل وژنې د تور په قضيه کې مخې ته راغلی دی.
د اسرايل او حماس جګړه وروسته له هغې پيل شوې چې په اووم اکتوبر حماس په اسرایل حمله کړې 1200 تنه یې وژلي او 250 یې يرغمل کړي وو. اسرايل بيا په غزه کې ځوابي عمليات پيل کړي د 32,000 نه زيات کسان پکې وژل شوي چې زیاتره یې ملکي خلک دي، خو د اسرايل پوځ وايي په جګړه کې څو زره د حماس وسله وال وژل شوي دي.
د اسرایل پوځ د زيارت/پنجشنبې په ورځ په غزه ښار کې د شفا روغتون سره نزدې او جنوبي غزه په پټۍ کې د خان يونس سره نزدې د جګړې ويلي دي. د غزې په پټۍ کې د حماس د کنټرول لاندې د صحت وزارت د زيارت په ورځ ویلي، په تېره ورځ کې 62 فلسطينيان وژل شوي دي.
اسرايل د شورو/ چارشنبې په ورځ د خپلې پرېکړې څخه په شا شوی او واشنګټن ته یې د خپل جنګي کارپوهانو د پلاوي لېږلو ويلي وو، د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو امريکا ته د پلاوي لېږل د ګل، دوشنبې په ورځ د امريکا لخوا د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې د هغه قرارداد په غبرګون کې منسوخ کړی وو چې امريکا يې په اړه بې طرفه پاتې شوه کوم چې د اسرايل او حماس ترمنځ سملاسي اوربند غوښتلو.
سپينې ماڼۍ تاييد کړې چې نېتن ياهو د ملاقات د بيا ترتيب کولو د پاره رضامند دی.
د بايډن حکومت لوړپوړو چارواکو اسرايل ته ويلي چې د رفح د يرغل پلان دې ختم کړي چرته چې د 1.4 ميلين نه زيات فلسطيني وګړي سر پناه لري او د اسرايل د حماس خلاف په شپږ مياشتنيزه جګړه کې هم د اسرايل په رويه د دواړو هېوادونو ترمنځ تاو تريخوالی دی.
دې اوونۍ د واشنګټن په دوه ورځني ملاقاتونو کې د دفاع وزير لوېډ اسټېن، وزير خارجه اېنتني بلېنکن، د وايټ هاوس د ملي امنيت سلاکار جيک سوليون او د سي ايي ای مشر وېليم برنز د اسرايل د دفاع وزير ياو ګيلنټ ته وويل کومه بله لار دې خپله کړي چې په غزه کې نوره وژنه ونه شي.
(د دې خبر معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټز څخه اخستل شوي)
Forum