لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه : د مصر مظاهرو کې نزدې 300 کسان وژل شوي دي


ملگري ملتونه : د مصر مظاهرو کې نزدې 300 کسان وژل شوي دي
ملگري ملتونه : د مصر مظاهرو کې نزدې 300 کسان وژل شوي دي

د بشري حقونو لپاره د ملگرو ملتونو هائي کمشنرې نيوي پيلى د نهې په ورځ ويلي دي د ناتائيده راپورنو ترمخه په مصر کې دحکومت په ضد شوؤ مظاهرو کې اندازتاً 300 کسان وژل شوي دي.
په جنيوا کې دپيلى لخوا جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي مصري اولس ته روزانه مرگ ژوبله اوړيدلې ده، ناتائيده راپورونه تجويز کوي چې تر دې مهاله دمصر په مظاهرو کې خواؤشا درې سوه کسان وژل شوي، درې زره ژوبل شوي او په سلگونو نور نيول شوي دي.
امنيتى او صحى سرچينو وئيلي دي تر دې مهاله دمصر په مظاهرو کې خواؤشا يو سل او دوه کسان وژل شوي دي.
هغې وئيلي دي دتيرو څو ورځو په مهال مصر کې په شوې مرگ ژوبله سخته خفه شوې ده او په مصري چارواکو يې غږ کړى دى چې داصلاحاتو په حقله دمصري اولس دبشري حقونو او ډيموکراسۍ غوښتنې واوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG