ملګرو ملتونو، یورپي اتحاد، امریکې، ځینو نورو هېوادونو، د طالبانو حکومت او افغان سیاستوالو د افغانستان په بامیان کې د جمعې په ورځ پر بهرنیو سیلانیانو وسلوال برید غندلی چې پکې د سپېن هېواد د دوو ښځو په ګډون درې تنه وژل شوي او یو ټپي شوی وو.
د جمعې په ماسپښین په مرکزي بامیان ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو پر یوې ډلې د بازار په منځ کې ډزې شوې وې چې له امله یې درې بهرني سیلانیان او یو افغان تن وژل شوي او د یو بهرني په ګډون څلور تنه ټپي شوي وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما په دې برید کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې او وایي له پېښې وروسته اغېزمنو کسانو ته مرستې چمتو کوي. یوناما پر خپل فېسبوک او ایکس لیکلي:
"یوناما په بامیان کې پر بې وسلې ملکي وګړو او سیلانیانو باندې د خونړي ترهګریز برید له امله په ژوره توګه خواشینې ده".
یورپي اتحاد په بامیان کې پر سیلانیانو برید په کلکه غندلی دی. د دې اتحاد د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ ویاندې نبیله مسرالي په یوه لنډ بیان کې د وژل شویو کسانو له کورنیو غړیو سره خواخوږي ښودلې او لیکلي یې دي:
"موږ د هغو کورنیو او خپلوانو په غم کې شریک یو چې خپل خپلوان یې په دې برید کې وژل شوي او ټپي شوي دي".
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ټامس ویسټ هم په بامیان کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او پر ایکس یې له دري او انګرېزي سره سره په پښتو لیکلي:
"متحده ایالتونه په بامیانو کې په وسله وال برید کې د ملکي افغانانو او بهرنیو پر مرګ- ژوبلې ژوره خواشیني څرګندوي. موږ د هغو په فکر کې یو چې عزیزان یې له لاسه ورکړي. تاوتریخوالی حل نه دی".
په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکې د سفارت شارژدافیرې کېرن ډیکر هم پر خپل ایکس دا برید په سختو ټکو غندلی دی.
په کابل کې د جاپان سفارت هم پر خپل ایکس په افغانستان کې پر بهرنیو سیلانیانو وسلوال برید په سختو ټکو غندلی دی ویلي یې دي:
"مونږ ددې برید قربانیانو او د ټپیانو کورنیو ته د خپل خفګان څرګندونه کوو. تاوتریخوالی باید سمدستي بند شي".
د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم په بامیان کې پر بهرنیو سیلانیانو وسلوال برید "یو ترهګر برید" ګڼلی او په سختو ټکو یې غندلی دی.
د بامیان په پروني برید کې درې وژل شوي او یو ټپي کس د سپېن هېواد اوسېدونکي وو. د سپېن خارجه وزارت د جمعې په ورځ د خپلو دغو درو شهریانو د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو تصدیق کړی دی.
د سپېن وزیراعظم پېډرو سانچېز په اېکسد خپلو هېوادوالو په وژنه د غمرازۍ اظهار کړی دی.
د طالبانو حکومت هم دغه پېښه په "کلکه غندلې" او په پېښه کې د وژل شوو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي، امنیتي ځواکونو د ذمه واره کسانو د پیدا کولو هڅې پیل کړې دي، ټول مجرمین به پيدا کوي او "د شریعت منګولو" ته به یې سپاري.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید ذمه واري پر غاړه نه ده اخیستې او د طالبانو حکومت هم تر اوسه ددغه برید تور په کومې ډلې نه دی پورې کړی.
Forum