لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه : پاکستان کې په مليونونو سيلاب ځپلي اوس هم مرستوته اړتیا لري


ملگري ملتونه : پاکستان کې په مليونونو سيلاب ځپلي اوس هم مرستوته اړتیا لري
ملگري ملتونه : پاکستان کې په مليونونو سيلاب ځپلي اوس هم مرستوته اړتیا لري

د ملگرو ملتونو چارواکو دجمعې په ورځ په ډاگه کړې ده چې تير کال دجولا ئي په مياشت کې په پاکستان کې دراغلي خونړي سيلاب ځپلي په ملينونو خلک اوس هم مرستو ته اړتيا لري.
دپاکستان لپاره دملگرو ملتونو دعمومي سکتر استازي راؤف انگين سويال او دملگروملتونو ريزيډنټ کوارډي نيټر پخپل گډ پيغام کې وئيلي دي اندازتاً شل ملينه کسان په پاکستان کې سيلاب ځپلي او دغه هيواد ديو ستر بشري بحران سره مخ دى.
هغوي زياتوي په ملينونو پاکستانيان اوس هم مرستوته او خوراک ته اړتيا لري او دانفراسټرکچر جوړونه به دکلونو مودې ته اړتيا لري.
دغه سيلاب چې تير کال دجو لائي په مياشت کې دپاکستان په خيبرپښتونخوا، سندهـ، پنجاب او بلوچستان کې راغلى ؤ خواؤشا 1700 کسان يې وژلي،20 ملينه خلک يې اغيزمن کړي، سکولونه، روغتيائي مرکزونه، اهم انفراسټرکچر،پلونه، ،بجهلي گرونه او روډونه يې تباه کړي دي.
دروانې مياشتې په پيل کې دملگرو ملتونو دبشري مرستو مشر ويليري اموس په نړيوالې ټولنې ټينگار کړى ؤ چې بايد په پاکستان کې مرستو ته اړتياوؤ لرونکو کسانو سره مرسته وکړي.
هغې وئيلي ؤدغه بيړنى وضعيت به تر څو مياشتو پورې روان وي، دبيارغونې هلو ځلو او پرمختيائي کارونو ترڅنګ به امدادي مرستې هم روانې وي.
ملګرو ملتونو دتير کال دستمبر په مياشت کې په پاکستان کې دسيلاب ځپلو لپاره نړيوالې ورورولۍ څخه ددوؤ بلينو ډالرو غوښتنه کړې وه ، چې دغه غوښتنه دکوم قدرتي افت لپاره تر ټولو ستره وه او دهغې څخه يو پنځوس فيصده مرستې ترلاسه شويدي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG