لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک : ملگرو ملتونو د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره ځانگړۍ غونډه کړې


نیویارک : ملگرو ملتونو د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره ځانگړۍ غونډه کړې
نیویارک : ملگرو ملتونو د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره ځانگړۍ غونډه کړې

د پاکستان سېلاب ځپلو سره د مرستو او دغه سېلاب ځپلي هېواد کې پورته شوي حالاتو جاج اخستنې لپاره د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ځانگړۍ غونډه د زیارت په ورځ په نیویارک کې شوې.
د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون دغه غونډه د اتوار په ورځ پاکستان ته د خپل سفر په اړه خبره کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره مېرمن هېلري کلنټن به دغه غونډه کې د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د نور امداد اعلان وکړو او وویل چې امریکا به د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره خپل امداد 150 ملیون ډالرو ته غزوي. مېرمن کلنټن وویل چې امریکا به د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره یو امدادي فنډ هم جوړوي او په امریکایانو یې غږ وکړو چې په دغه فنډ کې دې زړه دې خلاصه مرستې ورکړي.
د امریکا حکومت مخکې نه د پاکستان سېلاب ځپلو لپاره د 90 ملیون ډالرو د امداد اعلان کړی او د دغه امداد ترڅنگ امریکایي پوځي هېلې کاپټرې او نور ټرانسپورټ هم د سیلاب ځپلو امداد لپاره کارول کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم د عمومي اسمبلۍ غونډې ته وینا وکړه.
ښاغلي قریشي غونډې ته د وینا په وخت وویل پاکستان مدد ته ضروت لري او هم اوس یې لري.
د امريکائي سينيټ دبهرنيو چارو د کميټۍ مشر سینټر جان کيري د پاکستان دسيلاب ځپلو سيمو سفر کړی دي.
نوموړي وویل هېواد پېنځمه برخه یې سېلابونو ځپلي ده.
د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې ویاند موریزو جولیانو بهرني خبري ادارې ته ویلي پاکستان کې اته ملین خلک په عاجله توگه بېړنې امداد ته اړتیا لري.
ملگرو ملتونو د مخکې نه ویلي چې سېلابونو کې د بې کوره شوو خلکو شمېره اوس څلور ملینو ته رسېدلې ده.
د اشیا ډویلپمنټ بنک ویلي د پاکستان بېړنې مرستو لپاره به درې ملین ډالر ورکوي او د بیا ودانې کارونو لپاره به راتلونکي دوو کالونو کې دوه ملیارده ډالر قرض ورکوي.
په پاکستان کې د مون سون بارانونو د هېواد په خېبر پښتونخوا ، پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو کې په غټه کچه تباهې کړې نزدې 1600 خلک یې وژلي او د 20ؤ ملیون نه زیات یې اغیزمن کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG