لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا به د حقونو سرغړونکو ته کتنه کوي


د وي او ای رپورټ ترمخه، توقع ده چې د مېرمن پېچلی په رپورټ کې به د ملکي خلکو په ضد د میانمار د پوځي واکدارانو اقداماتو غندنه او په میانمار کې د خانه جنګۍ د خطر ذکر وشي
د وي او ای رپورټ ترمخه، توقع ده چې د مېرمن پېچلی په رپورټ کې به د ملکي خلکو په ضد د میانمار د پوځي واکدارانو اقداماتو غندنه او په میانمار کې د خانه جنګۍ د خطر ذکر وشي

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا یا هیومن رایټس کاونسل به د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع کېدونکي غونډه کې د نړۍ هغو ملکونو صورتحال ته کتنه کوي چې د انساني حقونو د خلاف ورزیو الزامات پې پورې شوي دي. دغه غونډه به درې هفتې دوام لري.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د ملګرو ملتونو د شورا په ناسته کې به په ګڼ شمېر موضوعاتو غور کولی شي چې پکې د کرونا وایرس د وبا ترڅنګ یو شمېر نور موضوعات هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا مشره مېشیل بېچلی به په میانمار کې د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه د پوځي کودېتا نه وروسته د انساني حقونو په صورتحال تفصیلي رپورټ وړاندې کوي.

د وي او ای رپورټ ترمخه، توقع ده چې د مېرمن پېچلی په رپورټ کې به د ملکي خلکو په ضد د میانمار د پوځي واکدارانو اقداماتو غندنه او په میانمار کې د خانه جنګۍ د خطر ذکر وشي.

د وي او ای رپورټ د ملګرو ملتونو د شورا په غونډه کې به د ایران، نېکاراګوا، جنوبي سوډان او د شام ترڅنګ په نورو ملکونو کې هم د انساني حقونو د صورتحال جاج اخیستل کېږي. د دې نه علاوه، مبصرین د شمالي اېتیوپیا په ټېګری سیمه کې حالات د موجوده وخت د انساني حالاتو ترټولو سنګین صورتحال ګڼي.

د انساني حقونو ادارې هیومن رایټس واچ چارواکی کېنېت روت وايي په ټېګری کې د قحط ممکنه خطر، د خلکو قتل عام، جنسي زور زیاتي او نور ظلمونه هغه څه دي چې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا ورته پام وګرځوي. د هیومن رایټس واچ دغه چارواکي غوښتنه وکړه چې د ملګرو ملتونو شورا باید د په ټېګری د حالاتو په اړه قرارداد منظور کړي.

په ټېګری کې د نومبر د میاشت راهسې تشدد پس له هغې شروع شو چې د ټېګرېین پېپلز لېبرېشن فرنټ په وفاقي پوځ په مرکزونو حملې وکړې. د اېتوپیا حکومت په ځواب کې پوځي عملیات شروع کړل.

د وي او ای رپورټ وايي

مېرمن بېچلی به د افریقايي امریکنیانو په ضد د پولیس تشدد او تعصب په اړه رپورټ هم پېش کوي. تېر کال د پولیس په ولکه کې د افریقايي امریکني جورج فلویډ مرګ وروسته احتجاجونه راپارېدلي وو او بیا پې د ملګرو ملتونو د انساني حقونو شورا خصوصي غونډه هم کړې وه.

د هیومن رایټس واچ کېنېت روت وايي پکار ده د ملګرو ملتونو شورا د رپورټ زیاته توجه په امریکا وي. هغه زیاته وي چې تعصب یوه نړیواله مسله ده او هم په دې نظر ورته کتل پکار دي.

په فېبرورۍ کې د ملګرو ملتوو د انساني حقونو د شورا په غونډه کې د کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې په سرغړونو توجه شوي وه. مېرمن بېچلی به په خپل رپورټ کې کتنه کوي چې بېلا بېل ملکونه په موجوده وخت کې کرونا وایرس د مخنیوي په لړ کې څه اقدامات اخلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG