لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګرو ملتونو په امریکا کې د نسل پرستۍ خلاف احتجاج کوونکو په ضد د طاقت مبینه استعمال غندلی 


صدر ډانلډ ټرمپ ویلي چې په پورټ لېڼد کې امن پرځای کولو په غرض یې د وفاقي حکومت امن ساتونکي ځواکونه لیږلي دي. هغه وویل د ښار مشرانو هغه چا ته واک دلاسه ورکړی دی چې ګډوډي خپرول غواړي

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر هیومن رایټس افس ویلي د نسل پرستۍ خلاف احتجاج کوونکو په ضد د طاقت د بې ځایه او د ضرورت نه زیات استعمال غندنه کوي چې د رپورټونو ترمخه وفاقي او ځايي قانون عملي کوونکو ادارو په پورټ لېڼد او د امریکې په نورو ښارونو کې کارولی دی.

د انساني حقونو په اړه د ملګرو ملتونو چارواکي ولس د پرامنه مظاهرو حق لري او نه ده پکار چې خلاف یې په بې دریغه او د ضرورت نه زیات طاقت استعمال شي.

د ملګرو ملتونو ترجمانې لېز تروسېل وویل په مظاهرو کې برخه اخیستونکي عام خلک او د دې خبرونو ورکوونکي خبریالان باید دا ویره ونلري چې په بې دریغه ډول به ونیول شي او یا د نورو انساني حقونو خلاف ورزي به یې وشي.

تروسېل وویل ادارې یې داسې رپورټونه ترلاسه کړي چې ناپیژندل شویو پولیس افسرانو پرامنه مظاهره کوونکي ګرفتار کړي او د قانون د تحفظ نه بهر یې بندیوان ساتلي دي. هغې زیاته کړه دا د تشویش خبره ده ځکه چې دا ډول د نیول شویو کسانو د حقونو خلاف ورزي کېدلی شي.

په پورټ لېنډ کې مظاهرې د پولیس په ولکه کې د افریقايي امریکني تن جورج فلویډ د مرګ وروسته شروع شوي دې. فلویډ دوه میاشتې وړاندې په منیاپلس ښار کې په داسې حال کې مړ شو چې یو پولیس افسر یې په مرۍ زنګون اېښودی و او هغه نعرې کولې چې ساه نشي اخیستی. د هغه د مرګ په لړ کې پولیس افسر نیولی شوی دی.

د وي او ای انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د فلویډ د مرګ په سر کېدونکې مظاهرې زیاتره پرامنه وي خو په ځینو ښارونو کې د لوټ مار او موټرو او دوکانونو ته د اور اچوولو پېښې هم شوي دي.

صدر ډانلډ ټرمپ ویلي چې په پورټ لېڼد کې امن پرځای کولو په غرض یې د وفاقي حکومت امن ساتونکي ځواکونه لیږلي دي. هغه وویل د ښار مشرانو هغه چا ته واک دلاسه ورکړی دی چې ګډوډي خپرول غواړي.

د وي او ای رپورټ وايي ملګرو ملتونو غوښتلي چې د احتجاجونو په مهال د مبینه زور زیاتي استعمال بې پلوه تحقیقات دې وشي، د زیاتي ښکار خلکو ته دې تاوان ورکړی شي او په غیرقانوني چلند کې ککړ خلک دې د انصاف سره مخامخ کړی شي.

XS
SM
MD
LG