لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: په کار ده چې ښځې د خپلو جسمونو په اړه د فیصلې اختیار ولري


پس له هغه چې ترکي د ښځو د حقونو د تحفظ یو نړېوال تړون نه ووت، په استانبول کې د ښځو مظاهره وشوه - مارچ ۲۰۲۱
پس له هغه چې ترکي د ښځو د حقونو د تحفظ یو نړېوال تړون نه ووت، په استانبول کې د ښځو مظاهره وشوه - مارچ ۲۰۲۱

د ملګرو ملتونو د آباتۍ ادارې د نړۍ په هېوادونو غږ کړی چې جسماني خود ارادیت، یو آفاقي حق وګرځوي. یادې ادارې د شورو/چهارشنبې په ورځ وویل چې زښته زیاتې ښځې او جینکۍ پخپلو جسمونو په اړه د دغه بنیادي حق نه محرومه کړی شوي دي.

د ملګرو ملتونو د آباتۍ چارو ادارې مشرې، نټالیا کانېم خبریالانو ته وویل: پخپل جسم باندې د خود ارادیت حق په دې معنا دی چې مونږ باید دا واک اختیار ولرو چې د کوم تشدد د ېرې نه بغیر، او بغیر د دې چې بل څوک زمونږ دپاره فیصله وکړي، پخپله د خپل جسم په اړه فیصله وکړو.

د داسې بل څوک نه مطلب، د ژوند شریکان، د کورنۍ غړي، رشته داران، معاشره، او حکومت دي.

د ملګرو ملتونو د آباتۍ چارو اداره (یو اېن اېف پي اې) پخپل یو نوي رپوټ کې چې نوم یې دی (زما جسم زما خپل دی)، د قریب شپېتو (۶۰) ملکونو نه ډېټا ارزولې ده، او دا ملکونه د نړۍ د ټولې آباتۍ یو په څلورمه برخه جوړوي. د دې ارزونې نتیجه دا وه چې قریب نیمایي ښځو سره دا اختیار نشته چې د خپل صحت په اړه، د دې په هکله چې آیا د حاملګۍ ضد دوا واخلي او که نه، او یا د خپل شریک سره جنسي اړیکه ونیسي او که نه، فیصله وکړي.

د ملګرو ملتونو د آباتۍ چارو د ادارې مشره نټالیا کانېم
د ملګرو ملتونو د آباتۍ چارو د ادارې مشره نټالیا کانېم

د ملګرو ملتونو چارواکې نټالیا کانېم وویل: یوه ښځه چې د خپل جسم واک اختیار ولري، په غالب ډول د خپل ژوند په نورو برخو کې هم واک اختیار لري.

مېرمن کانېم زیاته کړه، کله چې ښځې دا واک ونلري، نو نابرابرۍ سېوا کیږي او د جنسیتي توپیر له اړخه تشدد کې هم اضافه راځي.

هغه جرمونه او اعمال چې د ښځو د جسماني خود ارادیت خلاف ورزي کوي، په هغو کې د غېرت په نوم وژنې، جبري او په وړوکي عمر کې واده کول، د ورجینېټي یا د نجلۍ توب ټېسټ، او د زنانه و د جنسي غړو سنتول شامل دي.

جبري حمل او جبري اولاد ضایع کول هم د ښځو د دې حق خلاف ورزیو کې راځي چې د خپل جسم په اړه فیصله وکړي.

مېرمن کانېم وایي: ځیني خلاف ورزۍ، لکه جنسي تیری، شاید جرم ګڼل شوی وي، مګر بیا همیش یې پلټنه نه کیږي او عاملینو ته یې سزا نه ورکول کیږي. نور خلاف ورزۍ هم نه چلېنج کیږي، ځکه هغه د معاشرې د رواجونو او یا قوانینو له اړخه منل شوي وي.

د دې سره سره چې په زیاترو ملکونو کې په آئین کې د جنسیتي برابرۍ تضمین شوی وي، مګر رپوټ وایي چې په اوسط ډول په نړۍ کې ښځې د نارینه و په نسبت، یوازې پنځه اویا (۷۵) فیصده قانوني حقونه لرلي دي.

مېرمن کانیم دا هم وویل چې د کرونا وبا، د میلینونو ښځو دپاره دا حال نور هم سخت کړی دی، او جنسي تشدد په خاص ډول د لاکډاونونو په موده کې زیات شوي، د صحت سهولتونو ته رسایي کمه شوې، او ځینو خپلې نوکرۍ د لاسه ورکړي او یا تعلیم ته نشي تللی.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په هېڅ ملک کې د ښځو او نارینه و ترمنځ پوره برابري نشته، مګر سوېډن، یوروګوې، کمبوډیا، فېنلېنډ او نېډرلېنډ کې حالات د نورو ملکونو په مقایسه ډېر ښه دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG