لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

میانمار دې د روهینگیا مسلمانانو تحفظ وکړي، د انصاف نړیوال عدالت فېصله


د امریکې د اېن پي ار رېډیو ترمخه د میانمار مشره ان سان سوچي خپله نړیوال عدالت ته حاضره شوي وه او د روهینگیا د قتل عام خبره یې رد کړې وه
د امریکې د اېن پي ار رېډیو ترمخه د میانمار مشره ان سان سوچي خپله نړیوال عدالت ته حاضره شوي وه او د روهینگیا د قتل عام خبره یې رد کړې وه

د ملگرو ملتونو د انصاف نړیوال عدالت یا انټرنېشنل کورټ اف جسټس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په خپله فېصله کې په میانمار غږ کړی چې هېواد دې د روهینگیا مسلمانانو د تحفظ دپاره گامونه پورته کړي.

عدالت وویل چې میانمار پابند دی چې دغه فیصله ومني ځکه چې د روهینگیا د تحفظ په لړ کې هیواد د نړیوالو ذمه واریو دلاندې دی.

د امریکې د اېن پي ار رېډیو ترمخه د میانمار مشره ان سان سوچي خپله نړیوال عدالت ته حاضره شوي وه او د روهینگیا د قتل عام خبره یې رد کړې وه.

د عدالت د فېصلې نه یوه ورځ وړاندې د میانمار یوې ډلې د خپلو تحقیقاتو وروسته وویل حکومتي ځواکونو د روهینگیا مسلمانانو په ضد جنگي جرمونه کړې دي خو د مسلمانانو په قتل عام یا "جېنوسایډ" کې نه دي ککړ.

دغه تحقیقاتي کمېشن تېر کال جوړ کړی شوی و چې په کال ٢٠١٧ کې د روهینگیا مسلمانانو خلاف د امنیتي ځواکونو اقداماتو ته کتنه وکړي.

ډلې په خپلو تحقیقاتو کې وویل داسې شواهد یې موندلي چې په بنیاد یې وېل کېدی شي چې د حکومتي امنیتي ځواکونو ترڅنگ یو شمېر نورو عناصرو په ممکنه توگه جنگي جرمونه ترسره کړي او د انساني حقونو سنگینې خلاف ورزۍ یې کړې دي.

خو ډلې وویل داسې ثبوتونه ناکافي وو چې بنیاد یې وویل شي چې گني دغه جرمونه په دې غرض ترسره کېدل چې په "مکمله توگه یا په جزوي" توگه دې روهینگیا تباه کړی شي.

د میانمار په رخاین صوبه کې د امنیتي ځواکونو په چېک پوسټونو د حملو په ځواب کې عملیات پېل کړل. په رخاین کې د عملیاتو وروسته د سیمې څخه ٧٣٠٠٠٠ روهینگیا مسلمانانو بنگله دېش ته گډه وکړه.

ملگرو ملتونو ویلي د قتل عام یا "جېنوسایډ" په نیت د روهینگیا مېرمنو سره اجتماعي جنسي زیاتی او د خلکو وژنې شوې دي، په سلگونو کلي او د زرگونو په شمېره کې کورونه وسوزول شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG