لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هند کې د کرونا وبا په خطه کې یو بې مثاله حال دی – ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو د یونېسف ادارې سیمه ییز مشر د نهې/سې شنبې په ورځ وویل چې په وبا ځپلي هند کې حالات دومره خراب دي چې «خطې تر اوسه هېڅ کوم دا قسمه حال پخوا نه و لیدلی».

د جنوبي ایشیا په برخه کې د یونېسف مشر جورج لاریا-اجی په جینیوا کې خبریالانو ته وویل: «د کووېډ-۱۹ د دې نوې څپې پوره اندازه او تېزې، د مریضانو د ژوند ژغورلو لپاره د ملکونو قابلیتونه له منځه وړي.»

لاریا-اجي زیاته کړه چې که له یوې خوا د کرونا وبا د لاسه په هند کې زیات کسان مړه شوي او صرف په تېره هفته کې په یوه ورځ کې د څلورنیم زرو نه زیات کسان په دې مرض هند کې مړه شول، د بلې خوا د همدې وبا له سببه چې د صحت د خدماتو سیسټمونه کمزوري شوي، نو د دې امله هم په ټوله خطه کې شاوخوا دوه لکه و اته ویشت زره (۲۲۸۰۰۰) ماشومان او یوولس زره (۱۱۰۰۰) مېندي مړې شوې دي.

هغه زیاته کړه: «په داسې یوې لویې څپې سره چې د لومړۍ څپې نه څلور برابره زیاته ده، مونږ د یو حقیقي امکان سره مخ یو چې په جنوبي اسیا کې دې د ماشومانو او مېندو په مرګونو کې یو دم ډېره اضافه راشي.»

د جانز هاپکنز څېړنیز مرکز شمېرې څرګندوي، د کله نه چي د کرونا عالمي وبا شروع شوې ده، هند تر اوسه د دې مرض قریب اووه ویشت (۲۷) میلینه کېسونه رپوټ کړي دي. خو ډېر کسان په دې باور دي چې په هند کې به د کرونا وبا د کېسونو شمېر تر دې ډېر زیات وي، دا ځکه چې خلکو ته د کرونا ټېسټ سهولتونه هرچېرته نشته.

د المپیک خبرداری

د المپیک عالمي لوبو افتتاحیه دستورې ته د دوه میاشتو نه کم وخت پاته دی. طمع ده چې دا لوبې په جاپان کې ترسره شي، خو د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا حکومت خپلو شهریانو ته یو خبرداری جاري کړ چې د کرونا مرض د نیویو کېسونو مخ په زیاتېدو شمېرې ته په کتو سره، جاپان ته دې سفر نه کوي.

د امریکا خارجه وزارت امریکایي شهریانو دپاره جاپان ته د سفر نه کولو دا خبرداری، په څلورمه درجه جاري کړی چې تر ټولو سخت خبرداری ګڼل کیږي. خارجه وزارت پخپل خبرداري کې ویلي چې په جاپان کې د وېکسین کولو عمل ډېر سوکه روان دی او بل دا چې د امریکا نه په ورتلونکو مسافرو، جاپان محدودیتونه لګولي دي.

د امریکا د امراضو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو هم یو جدا خبرداری جاري کړی او ویلي یې دي: «آن هغه مسافران چې پوره وېکسینونه یې هم اخیستي وي، ممکن د کووېډ-۱۹ د نویو اقسامو ښکار وګرځي او یا پخپله دا وایرسونه نورو ته خواره کړي. نو په کار ده چې جاپان ته د ټولو سفرونو نه ډډه وشي.»

په اصل کې ټاکل شوې وه چې د ټوکیو المپیک لوبې په ۲۰۲۰ کال کې شوې وای، خو د کرونا عالمي وبا له وجې یو کال وځنډېدلې او دا لوبې سږ کال د جولائی له ۲۳مې نه د اګسټ تر ۸مې پورې نظر کې نیول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG