لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: ایران د اېټمي معاهدې خلاف ورزي کوي


د ایران د نطنز اېټمي مرکز
د ایران د نطنز اېټمي مرکز

د ملگرو ملتونو د اېټمي وسلو د څار ادارې ویلي ایران د یورینیم تیارولو دپاره د جدیدو الاتو استعمال پیل کړی دی چې د نړیوالو قوتونو سره د هیواد د لوظنامې سرغړونه ده.

د برطانيي رویټرز خبري ادارې او د فرانس ای ایف پي خبري ادارې په خپلو خبرونو کې ویلي د انټرنېشنل اټامک اېنرجي اېجنسۍ یو رپورټ یې لیدلی چې ادارې پکې ویلي ایران د نطنز په اېټمي مرکز کې د یورېنیم تیارولو دپاره د نویو سېنټري فیوجز کارول پېل کړي دي. سېنټري فیوجز په اېټمي بټۍ یا ریېکټر کې د یورینیم بډایه کولو دپاره کارول کېږي.

رپورټ وايي ایران داسې ډول سنېټرېفیوجز استعمالوي چې وړاندې یې نه دي څرگند کړي.

د وي او ای د انگریزۍ څانگې رپورټ وايي چې د ایران دغه گام د کال ٢٠١٥ د هغه لوظنامې خلاف ورزي ده چې ایران د امریکې، روس، چین، برطانيي، فرانس او جرمني سره لاس لیک کړې ده.

د معاهدې د لاندې ایران د یورینیم تیارولو عمل ودرولو. د لوظنامې د مخه ایران ته اجازه ورکړی شوه چې تیار یورېنیم په زړو سېنټرېفېیوجز کې ذخیره کړي.

د لوظنامې په بدل کې دغو قوتونو په ایران اقتصادي بندیزونه نرم کړي و.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ تېر کال خپل هیواد د ایران سره معاهدې څخه ویستلو او په ایران یې بیدیزونه بیا پرځای کړل.

امریکا وايي د ایران د اېټمي پروگرام هدف اېټمي وسلې جوړول دي ایران دا خبره ردوي وايي اېټمي پروگرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG