لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو یه ایران غږ کړی چې مشکوک اېټمي مرکزونو ته دې رسايي ورکړي


د ایران د یو اېټمي ري ایکټر د دننه منظر
د ایران د یو اېټمي ري ایکټر د دننه منظر

دملګرو ملتونو د اېټمي توانايي ادارې ویلي د جمعې په ورځ یې یو قرارداد منظور کړو چې پکې په ایران غږ شوی دی چې د ادارې معاینه کوونکو ته دې د هغو دوو مشکوک مرکزونو د کتنې اجازت ورکړي چې پکې د اېټمي موادو د ‌‌ذخیره کېدو ګمان کېږي.

انټرنشنل اټامک اېنرجي اېجنسي د ملګرو ملتونو په دفتر کې د ایران د اېټمي پروګرام په قرارداد منظور کړو.

ایران ملګرو ملتونو ته د دغو مرکزونو د معاینې اجازت نه دی ورکړی چې له امله یې تېرو څو میاشتو راهسې سفارتي تاوتریخوالی پېدا شوی دی.

د ایران د مشکوک مرکزونو کتلو دپاره قرارداد برطانيي، فرانس او جرمني وړاندې کړی و او امریکې یې هم حمایت وکړو. چین د قرارداد مخالفت کوي.

په قرارداد کې په ایران غږ شوی چې ايي اي ايي ای سره دې په مکمله توګه همکاري وکړي، بغیر د څه ځنډ نه دې د ادارې خوښتنې ومني او هغو مرکزونو ته دې رسايي ورکړي چې ايي ای اي ای یې غواړي.

ایران وايي د ملګرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره دغه مرکزونو ته ځکه د رسايي قانوني اختیار نلري چې هلته ځلې د ۲۰۱۵ د اېټمي معاهدې نه وړاندې شروع شوي دي.

د کال ۲۰۱۵ د ایران او امریکا، روس، چین، جرمني، برطانيي او فرانس ترمنځ معاهدې دلاندې ایران پابند و چې د یورینیم جوړولو هلې ځلې به ځنډوي او په بدل کې به په ملک د غربي قوتونو اقتصادي پابندۍ نرمې کړی شي.

د امريکې صدر ډانلډ ټرمپ په کال ۲۰۱۸ د ایران سره اېټمي معاهدې ختمه کړې ده او په تهران یې بندیزونه بیا پرځای کړي دي. د معاهدې نور فریق ملکونه وايي د لوظنامې پابند دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG