لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو اداره وايي شواهد نلري چې ایران د اېټمي وسلو تکل کولو


انټرنیشنل اټامک اېنجري ایجنسي، ايي ای ايي ای، د ایران په اړه دغه خبره په کال ٢٠١٥ م کې خپل رپورټ کې کړې ده. د رپورټ معلومات د ادارې مشر یوکیو امانو جمع کړي وو. په ایران د یورانیم غني کولو او اېټمي وسلې جوړولو تورونه وو خو ایران وار په وار دا تورونه رد کړي
انټرنیشنل اټامک اېنجري ایجنسي، ايي ای ايي ای، د ایران په اړه دغه خبره په کال ٢٠١٥ م کې خپل رپورټ کې کړې ده. د رپورټ معلومات د ادارې مشر یوکیو امانو جمع کړي وو. په ایران د یورانیم غني کولو او اېټمي وسلې جوړولو تورونه وو خو ایران وار په وار دا تورونه رد کړي

د ملگرو ملتونو د اېټمي توانايي ادارې د نهې، سې شنبې، په ورځ وویل د کال ٢٠٠٩ وروسته یې "هیڅ معتبرې نښې" نه دي لېدلي چې ایران اېټمي وسله تیاروي.

انټرنیشنل اټامک اېنجري ایجنسي، ايي ای ايي ای، د ایران په اړه دغه خبره په کال ٢٠١٥ م کې خپل رپورټ کې کړې ده. د رپورټ معلومات د ادارې مشر یوکیو امانو جمع کړي وو. په ایران د یورانیم غني کولو او اېټمي وسلې جوړولو تورونه وو خو ایران وار په وار دا تورونه رد کړي.

ایران د امریکا، برطانیه، چین، فرانس، روس او جرمني سره خپل اېټمي پروگرام محدودولو په بدل بندیزونو کښې نرمۍ او د نړیوال تحقیقاتو بندولو باندې کال ٢٠١٥ کښې موافقه کړې وه.

یوکیو امانو په خپل رپورټ کښې په دې نتیجه رسیدلی و چې اېټمي وسلې پسې د ایران تکل تر کال ٢٠٠٣ پورې و. خو دغه هلې ځلې د سائنسي تحقیق، مهارت او توانايي د برخه نه بهر نه وې وتلې.

اېي ای ايي ای دا بیان د اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نېټنیاهو د هاغه شواهدو پیش کولو یوه ورځ پس جاري کړی چې اسرائیلي مشر پکې په ایران الزام لگولی چې ایران په خفیه توگه د اېټمي وسلو ترلاسه کولو کوښښونه کول.

وایټ هاوس د اسرائیل دا معلومات "نوې او قوي" بللو سره د دې ستائنه هم کړې. په واشنگټن کښې چارواکو لا تر دې دمه په تهران د کال ٢٠١٥ نړیوال طاقتونو سره کړې لوظنامې سرغړونې تور ندې لگولې.

د اسرایلي استخباراتو لخواه راغونډ اسنادو، چارټونو، نقشو، عکسونو او ویډیوگانو بیاکتنې په کار ماموره امریکني چارواکي هم دا دقیق بلي.

چارواکي زیاتوي دا مواد د امریکا د کلونو راهسې ایران په اړه راغونډ معلوماتو سره مطابقت لري. د امریکا سپینې ماڼۍ ویانده ساره سېنډرز په دې اړه وايي، " د ایران اېټمي وسلې وړونکې میزائلو پسې تکل په اړه دا نوې شواهد قوي او جدي دي".

نیتنیاهو د گل/دوشنبې په ورځ یو خبري غونډې کښې په ایران دا نوې تورونه ولگول. ده ویل ایران د خپل اېټمي پروگرام په اړه ښکاره دورغ وايي.

د اسرائیلي مشر دې تورونو ته د نړۍ ځواب سوړ ښکاریدو. د استخباراتو کارپوهان او ډیپلوماټانو په دې باب مطبوعاتو ته ویل چې د اسرایل مشر سره معلومات، د ایران اېټمي لوظنامې لاسلیک کولو وړاندې وختونو دي.

ایران هم د اسرائیل تورونه رد کړي او خپل ټویټر اکاونټ نه یو پیغام کښې د ایران خارجه وزیر جاوېد ظریف د اسرایل وزیراعظم ته خپل ځواب کښې ویل

" ته یو څو مخصوص کسان وار په وار دهوکه کولې شي".

د فرانس خارجه وزیر دې پرمختگ ته په ځواب کښې ویلي د اسرایل د شواهدو نه اندازه کیږي چې د ایران سره د نړیوال قوتونو لوظنامه پرځائې ساتل څومره ضروري ده.

د امریکا خارجه چارو وزیر مایک پېمپیو د گل په ورځ ناوخته په دې موضوع خبریالانو ته ویل " ایرانیانو همیش له دا دریز خپل کړې چې دوي هیڅکله هم داسې پروگرام نه درلود".

ده زیاته کړه " وخت راغلې چې د ایران نه دا پوښتنه بیا وکړې شي چې ایا ایران باندې د اېټمي وسلو غني کولو یا دې باندې قابو ساتلو اعتبار کیدلې شي او که نه؟".

په ایران دا نوې تورونه په یو مهم وخت کښې لگیدلي. د امریکا ټرمپ انتظامیې خپل اعتلافیانو له د مئي میاشت ١٢ نیټه ورکړې چې تر دغه وخت پورې دې ایران سره د نړیوال طاقتونو لخواه کال ٢٠١٥ کښې شوې لوظنامې نه دې نیمگړتیاوې ختمې کړي. صدر ټرمپ گواښ کړې چې کو داسې ونه شول نو امریکا به دې لوظنامې نه وځي او په تهران به امریکني اقتصادي بندیزونه بیا پرځائې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG