لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د اسرایل عملیاتو له رفح ښاره تر 800,000 زیات خلک بې ځایه کړي


د ملګرو ملتونو د بشري چارو یوه اعلی چارواکې وایي د غزې له جنوبي رفح ښاره وروسته له هغه تر اته لکه 800,000 زیات فلسطینیان بې ځایه شوي دي چې دوه اونۍ وړاندې اسرایلي ځواکونو هلته مځکني بریدونه پیل کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د ادارې د عملیاتو او ملاتړ د څانګې مشرې ایډم وسورنو د دوشنبې- ګل په ورځ په رفح ښار کې د خرابېدونکي حالت په اړه د امنیت شورا غونډې ته وویل:

"نن ورځ د رفح ښار له خلکو ډک کېمپونه او بیړني پناه ځایونه تر ډېره حده خالي شوي دي، بې ځایه شوي اکثره خلک په خان یونس او دیر البلاح سیمو کې پناه اخلي".

مېرمن وسورنو وویل په هغو ځایونو کې چې بې ځایه شوي خلک ور کډه شوي دي حالات ډېر "بوږنوونکي" دي ځکه چې وایي هغوی په کافي اندازه پاخانې یا تشنابونه، پاکې اوبه، د ناپاکه اوبو د وتلو یا سیویج سیسټم او سر پنا نه لري:

"دا خراب حالات پر دغو بنیادي ذمه واریو د عمل کولو په اړه ډېر سنجیده شکونه را پورته کوي."

اسرایلي ځواکونو د سه شنبې- نهې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې برید کړی او د غزې په جنوب کې یې د حماس له وسلوالو سره جګړه کړې.

د فلسطین روغتیا چارواکو ویلي اسرایلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په جنین ښار کې د چاپې پر مهال اووه کسان وژلي او د جنین د سرکاري روغتون مشر ویلي چې په وژل شویو کې یو ډاکټر هم شامل دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو دې چارواکې وویل، ملګري ملتونه او شریکان یې بې ځایه شویو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره هڅې کوي، خو وایي دوی نه شي کولای غزې ته د اړتیا په اندازه مرستې ورسوي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرايل استازي ګیلاد ایردان د دوشنبې- ګل په ورځ امنیت شورا ته ويل، دا "ريښتيا وېروونکی" حالت دی چې له رفح ښاره ملکيان بايد وايستل شي، خو وایي پکار ده د غندنې پر ځای د دې اقدام ملاتړ وشي:

"دوی د انسان دوستۍ په بنیاد یوې داسې ټاکل شوې سیمې ته تللي دي چې له مرستو ډکه دهاو زموږ هیله دا ده چې له رفح څخه لا زیات ملکي وګړي ووځي او ځانونه له زیانونو وژغوري."

ښاغلي ایردان وویل اسرایل په غزه کې خپل پوځي عملیات ورو او په احتیاط سره پرمخ بیایي چې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي، خو وایي عملیات باید وشي، که نه نو دا به په دې معنا وي چې اسرایل په رفح کې د حماس پاته ترهګر بخښي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي ریاض منصور پر اسرايل تور ولګاوه چې د رفح د ژغورنې لپاره يې نړيوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی او په سختو حالاتو کې یې خلک "په زور بې ځايه کړي" دي. ښاغلي منصور امنیت شورا ته وویل:

"دوی [فلسطینیان] یو ځل بیا د لکونو په شمېر کې بې ځایه کیږي، د تګ، د اوسېدو او د ژوندي پاته کېدو لپاره هیڅ ځای نه لري، دوی په شاوخوا کې له مرګ سره مخ دي او دې بوږنوونکي تقدیر ته پرېښوول شوي دي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، امریکې او یو شمېر نورو هېوادونو د اسرایل له حکومه بیا بیا غوښتي دي چې په غزه کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د زیات امکان له کبله دې رفح ښار ته نه ننوځي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې مرستیال سفیر رابرټ ووډ د اسرایل د امنیت لپاره د واشنګټن "کلکې ژمنې" تکرار کړې خو ویې ویل امریکې او نورو "ښکاره او پرله پسې خبرداری" ورکړی خو د بې ځایه شویو خلکو د اړتیاوو پوره کولو لپاره د اسرایل تیارۍ کافي نه دي.

د دوشنبې- ګل تر ورځې پورې په رفح کې د بشري مرستو اصلي لاره لا بنده پاته وه. د اسرایل دفاعي ځواکونو د مې پر اوومه په ختیځ رفح ښار کې د مځکنیو عملیاتو تر پیلولو یوه ورځ وروسته دغه سیمه نیولې او له هغه راهیسې د مرستو کوم ټرک له دې سیمې نه دی تېر شوی.

د ملګرو ملتونو چارواکې مېرمن وسورنو وویل 82,000 میټرک ټنه خوراکي او طبي توکي د پولې پورې غاړې ته د مصر په خوا کې بند پاته دي او غزې پټۍ ته د تېرېدو په تمه په ټرکونو کې پراته دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG