لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو په نړي واله کچه په ایټمي وسلو بندیز دپاره مذاکرات پیل کړل


دا هغه رنگ ایټم بم دی چې امریکې د جاپان په ناگاساکي ښار باندې غورځولی و
دا هغه رنگ ایټم بم دی چې امریکې د جاپان په ناگاساکي ښار باندې غورځولی و

ملگرو ملتونو په یوه داسې معاهده باندې بحث شروع کړی دی چې هدف يي په نړي واله کچه په ایټمي وسلو پابندي لگول دي خو د امریکې او پاکستان په شمول گڼ شمیر داسې هیوادونه چې د وړاندې نه په ایټمي وسلو سنبال دي، د ملگرو ملتونو د مجوزه معاهدې مخالفت کوي.

د معاهدې حمایت کونکي هیوادونه وايي ایټمي وسله د نړۍ امنیت ته خطر راولاړوي او که چرې استعمال کړی شي نو ددنیا دپاره به تباه کن اثرات ولري.

تیر کال د ١٢٠ نه زیاتو هیوادونو په ایټمي وسلو بندیز دپاره په معاهده د بحث په حق کې ووټونه ورکړل.

په نړۍ کې د وسلو د مخنیوي دپاره د ملگرو ملتونو د څانگې مسول کیم وان سو وویل ایټمي وسله انسانیت د بقا دپاره خطر دی او دا يي وخت دی چې د مخنیوي دپاره يي اقدامات وکړی شي.

امریکا، برطانیه، فرانس، روس، چین او ٢٠ نور هیوادونه چې پاکستان پکې هم شامل دی په ایټمي وسلو د پابندۍ مخالف دي. په دې ډله کې اکثر هیوادونه د وړاندې نه ایټمي وسله تون لري.

په ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیرې نکي هیلي وویل دا د هر هیواد خپله ذمه واري ده چې خپل ولس ته تحفظ ورکړي. "د یوې مور، د یوې لور، په حیث زه د خپلې کورنۍ دپاره ددې نه زیات څه نه غواړم چې دنیا دې د ایټمي وسلې نه پاکه وي خو مونږ ته حقیقت پسند وسیدل پکار دي،" میرمن هیلي وویل. "ایا داسې څوک شته چې دا یقین کوي چې شمالي کوریا به په ایټمي وسلو د پابندۍ لوظنامې ته غاړه کښیدي؟"

د جاپان استازي هم د شمالي کوریا ذکر وکړو او وې ویل د شمالي کوریا د ورستۍ ایټمي او مزائیلو تجربو دلاسه د سیمې او نړۍ امن او امان ته خطرات راپیدا شوي دي. جاپان د نړۍ یوازنی هیواد دی چې په دویم جنگ عظیم کې پرې امریکا ایټم بمونه استعمال کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG