لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي: پاکستان د افغانستان جنگ په خپله خاوره نشي کولی


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د زیارت، پنجشنبې، په ماښام په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې په عمومي بحث کې تقریر وکړو
د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د زیارت، پنجشنبې، په ماښام په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې په عمومي بحث کې تقریر وکړو

د ملگرو ملتونو عمومي شورا ته خپل تقریر کې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي یو یوارې بیا د هیواد دا دریځ تکرار کړو چې افغان طالبان د پاکستان په خاوره وجود نه لري او پاکستان د افغانستان دپاره جنگ په خپله خاوره نشي جنگولی.

د زیارت، پنجشنبې، په ماښام په نیویارک کې د ملگرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ غونډې په عمومي بحث کې شاهد خاقان عباسي وویل نه خو خپله کابل، نه طالبانو او نه هم نړي وال اتلاف د افغانستان د مسلې "عسکري" حل راویستلی شو.

هغه وویل نړي والې ټولنې هم ددې خبرې اظهار کړی دی چې په افغانستان کې دې امن د مذاکراتو دلارې راویستلی شي.

په ملگرو ملتونو کې د پاکستاني وزیراعظم د تقریر نه یوه ورځ وړاندې، د افغانستان صدر اشرف غني وویل پاکستان دې د ریاست په کچه په افغانستان کې د امن لپاره کار وکړي.

افغان او امریکايي چارواکي د ډیروخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران او حقاني ډله په پاکستان کې وجود لري او وسله وال د هلته نه د افغان حکومت خلاف عملیات کوي.

د ملگرو ملتونو په خپل تقریر کې پاکستاني وزیراعظم د هیواد دا دریځ تکرار کړو چې وسله وال په پاکستان کې نشته او طالبان د افغانستان په هغه په "پراخه" کچه سیمو کې پراته دي چې خپله پرې د طالبانو قبضه ده.

هغه د پاکستان دا تجویز هم بیا تکرار کړو چې د افغانستان او په پاکستان په پوله د ترهگرو مخنیوي دپاره دواړه هیوادونه په شریکه سرحد د څارنې انتظام پرځای کړي.

تیره میاشت د افغانستان او د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت په نوي تگ لاره کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د پاکستان په خصوصي توگه ذکر وکړو او وې ویل وخت راغلې چې پاکستان د وسله والو سره د اړیکو او طالبانو ته د پناه ورکولو خپل پخوانی دریځ دلاسه ورکړي.

که څه هم پاکستاني مامورین د هیواد په خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي خو د القاعده پخوانی مشر اوسامه بن لادن په کال ٢٠١١ کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې وژل شوی دی. خالد شیخ محمد چې د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د حملو د منصوبه سازۍ دعوه کوي، د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې نیول شوی دی او د طالبانو پخوانی مشر ملا اخترمنصور په کال ٢٠١٦ کې په ډرون حمله کې هم د پاکستان په خاوره وژل شوی دی.

خپله نوي تگ لاره د اعلانولو په وخت صدر ټرمپ وویل داسې نشي کیدی چې پاکستان دې یو خوا ترهگرۍ خلاف جنگ کې د امرېکې د ملگرتیا دعوه کوي او بلخو دې وسله والو ته پناه ورکوي. خپله تگ لاره کې صدر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د زیاتولو او طالبانو خلاف د جنگ تندولو لوظ هم وکړو.

افغانستان د صدر ټرمپ د نوي تگ لارې هرکلی او پاکستان يي مخالفت کړی دی.

د صدر ټرمپ د افغان تگ لارې ته په اشاره، وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د ملگرو ملتونو په تقریر کې وویل افغانستان کې د سیاسي او عسکري جمود دپاره پاکستان د چا د قربانۍ گډوری نشي جوړیدی.

هغه وویل پاکستان په خپله خاوره د افغانستان جنگ نشي جنگولی او نه په افغانستان کې د چا د ناکامې تگ لارې حمایت کولی شي.

شاهد خاقان عباسي زیاته کړه "پاکستان د هر چا نه زیات په افغانستان کې د امن خواهش مند دی" خو د مسلې حل یوازې د پوځي طاقت په استعمال کې نه دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG