لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بانکي مون :ډرون دې يواځې دمعلوماتو راټولولو لپاره وکارول شي


بان کې مون د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني سره هم لیده کاته کړې دي
بان کې مون د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني سره هم لیده کاته کړې دي
پاکستان ته دخپل سفر په موقع يوه مرکه کې دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون د بې پائيلټه جاسوسي الوتکو بريدونو کې دخلکو په معذوريدو اؤ وژل کيدو دانديښنې څرگندونه کړې ده اؤ وئيلي يې دي بايد دډرون په اړه دبين المللي قوانينو پابندي وکړل شي اؤ دغه الوتکې يواځې دمعلوماتو راټولو لپاره وکارول شي.
پاکستان هم پخپله خاوره کيدونکي ډرون بريدونه د خپلې خپلواکۍ څخه سرغړونه گرځوي خو په دغو ډرون بريدونو کې تردې مهاله دپاکستان په قبائيلي سيمو کې پټ د القاعده اؤ طالبانو گڼ شمير د سرمشران اؤ مهم کمانډران وژل شوي دي څوک چې دپولې پورې غاړه افغانستان کې په ائتلافي ځواکونو اؤ پاکستان کې په عامو خلکو اؤ حکومتي تنصيباتوپه بريدونو کولو ککړ ؤ.
بانکي مون دپاکستان ددورې په موقع دنهې په ورځ دپاکستان دوزيراعظم دقومي سلامتۍ مشاور سرتاج عزيز سره ليدنه هم کړې ده.
دپاکستان ډان ورځپاڼې اؤ حکومتي خبري شبکې اى پي پي سره يوه مرکه کې بانکي مون دډرون داستعمال دمنظم کولو په ضرورت ټينگار کړى اؤ وئيلي يې دي ملگري ملتونه په سختۍ سره ټينگار کوي چې دغه بې پائيلټه الوتکې دنړيوال قانون لاندې منظم کيدل اؤ کنټرول کيدل پکار دي
دملگرو ملتونو جنرل سيکرټري وويل ما په گڼو موقعو په وسله والو بې پائيلټه الوتکو کې په وژنو انديښنه څرگنده کړې ده
دامريکا دنوم ديادونې پرته بانکي مون وويل اوس هيله کيږي چې ډرون حملې به دنړيوالو قوانينو لاندې وکارول شي.
هغه وويل دبې پائيلټه الوتکو کارروايۍ اوس داړونده نړيوالو قوانينو لاندې کنټرول کيږي اؤ مونږ ددغو حملو دفعاليت کوونکو هيوادونو څخه دقوانينو دپابندۍ هيله کوؤ
بانکي مون منلې ده چې گاونډي هيواد افغانستان څخه په راتلونکي کال کې دنړيوالو ځواکونو وتل به نۀ يواځې پخپله ددغه هيواد بلکې دنړيوالې ورورولۍ لپاره هم چيلنج راولاړ کړي.
بانکي مون وئيلي دي چې دافغانستان خپل پوځيان به دخپل امنيت مسؤل وي اؤ دهغوي دتوان په اړه انديښنه موجوده ده ، ځکه مې دامريکا پشمول دايساف دغړو هيوادونو څخه هغوي ته دخپل توان مضبوطولو لپاره دسازوسامان اؤ وسيلو برابرولو لپاره غږ کړى
افغانستان کې دټولټاکنو په اړه بانکي مون وويل دغه ټولټاکنې په روڼ انده، بې پلوه اؤ باوري ډول ترسره کيدل پکار دي، بايد هاغه څه تکرار نۀ شي چې دتيرو ټاکنو په مهال شوي وؤ
ملگري ملتونه به افغان حکومت سره دصفا ټاکنو په برابرولو کې مدد کوي.
هغه وويل لکه څنگه چې زيات پام دامنيت اؤ ترهه گرۍ دمخنيوي لوري ته گرځول شوى، نړيوالې ورورولۍ ته پکار دي چې دټولنيز- اقتصادي نظامونو لکه تعليم ورکړې لوري ته توجو گرځول پکار دي.
دترهه گرۍ دمعاملې په اړه دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل وويل دترهه گرۍ دخاتمې لپاره نړيوالې ورورولۍ ته پخپلو کې لاسونه يوځايې کول پکار دي پاکستان يا کوم بل هيواد په يواځې ځان دترهه گرۍ په ضد جگړه نۀ شي کولى
بانکي مون پاکستان کې رامينځته شوې اوسنۍ دترهه گرۍ پيښې وغندلې اؤ وې وئيل زۀ داولسي وگړو په ضد ددغو ترهه گريزو بريدونو په سختۍ سره غندنه کوم، زۀ به نړيوالو مشرانو سره دملگرو ملتونو اؤ نړيوالې ورورولۍ دترهه گرۍ دمخنيوي په ضد دتوان دسيوا کولو په اړه په شريکه کار کووم
په عين حال کې پاکستاني خبريالانو سره پاکستان ته دخپل دوه ورځني سفر څخه دمخه په يوه مرکه کې بانکي مون دپاکستان اؤ هند ترمينځ ( دشخړو دهواري) لپاره دثالث دکردار ادا کولو وړانديز کړى دى.
بانکي مون دمنځگړي دکردار دادا کولو دغه وړانديز وروستو له هغې کړى چې دپاکستان اؤ هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) دتيرو څو ورځو راهسې دډزو پيښو کې دواړه هيوادونه په يو بل دعسکرو دوژنې تورونه لگوي.
بانکي مون هيله څرگنده کړه چې دواړه هيوادونه به دلويو ستونزو دهواري لپاره هڅې دوامداره ساتي اؤ وې وئيل زۀ دپاکستاني اؤ هندي قيادت څخه دمذاکراتو دجاري ساتلو اؤ باور جوړونې دگامونو اخستو هيله کووم

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG