لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملگرو ملتونو پاکستانی امن ساتونکی پوځي عسکر وژل شوی دی


د ډیموکریټیک ریپبلک اف کانگو صدر جوزف کبیله د ملگور ملتونو مشر اینتونیو گوټیرس سره په یو ملاقات کې

د ملگرو ملتونو یو پاکستانی امن ساتونکی پوځي عسکر په ډیموکرېټېک ریپبلک اف کانگو کې وژل شوی دی.

د ملگرو ملتونو د مشر اینتونیو گوټېرس ترجمان ویلي ښاغلي گوټېرس د پاکستاني عسکر د وژنې غندنه کړې ده.

د ملگرو ملتونو ترجمان وویل امن ساتونکی د خالي، شنبې، په ورځ په داسې حال وول شو چې په کمین کې ناستو وسله والو پرې د کانگو په جنوبي کییو صوبه کې ډزې وکړې.

په حمله کې لږ تر لږه یو بل امن ساتونکی زخمي شوی دی.

د ملگرو ملتونو مشر په ډیموکرېټیک ریپبلک اف کانگو کې په مسلح ډلو غږ وکړو چې وسلې دې وغورځوي او خپلې شخړې دې په امن ناکه ډول حل کړي.

د فرانس خبري ادارې ای ایف پي خپل یو خبر کې ویلي د کانگو صدر جوزف کبیله دعوه کړې ده چې تیرو ٢٠ ؤ کلونو کې په هېواد کې پرځای د ملگرو ملتونو امن ساتونکي د وسله والو ډلو په ختمولو کې نه دي کامیاب شوي.

صدر کبیله وویل چې ملگري ملتونه دې دا نه گڼي چې هیواد یې د ملگرو ملتونو په نگرانۍ کې دی. هغه زیاته کړه په اینده ورځو کې به ملگرو ملتونو سره د هېواد ته تعلق په اړه وضاحت وکړي.

XS
SM
MD
LG