د متحده قومونو یو رپورټ وايي د تېرې يوې لسیزې معلومات څرګندوي چې د ښځو خلاف په تعصب کې کمی نه دی شوی او سره د دې چې د مي ټو په شان د شهري حقونو تحریکونه چلېدلي ښځو سره تعصب په معاشره کې په ژوره توګه ښخ دی.
د متحده قومونو د ډېوېلپمنټ پروګرېم یا د متحده قونونو ترقیاتي پروګرام رپورټ د ګل، دوشنبې، په ورځ شایع شو، وايي په سماجي رواجونو کې د جنس یا صنف په بنیاد تعصب په ټوله دنیا کې موجود دی ۹۰ فیصد ښځې او سړي یو يا بل ډول تعصب لري.
ادارې په خپل رپورټ کې وویل چې د اووه قسمه تعصبونو په اړه يې څېړنه کړې او د خلکو اکثریت لږ تر لږه یو تعصب لري.
رپورټ وايي دغه تعصبات په دومره ژوره ډول په معاشره کې سرایت شوي چې خپله ښځې هم په کې د سړو په شان متبلا موندل کېږي.
یو اېن ډي پي وايي په تېره یوه لسیزه کې ښځو خلاف تعصب د خاتمې په لړ کې پرمختګ نه دی شوی د دې باوجود چې د مي ټو په شان د شهري حقونو تحریکونه چلېدلي دي. د مي ټو تحریک یو هدف د ښځو په ضد د جنسي زور زیاتي مخ نیوی هم و.
ښځو په اړه د تعصب یو مثال، رپورټ وايي، دا دی چې د دنیا د ابادۍ ۶۹ فیصد خلک ګڼي چې سړي د ښځو نه ښه سیاسي مشران وي او یوازې ۲۷ خلک جمهوریت دپاره د ښځو او سړو د مساوي حقونو په ضرورت یقین لري.
رپورټ وايي ۴۶ فیصد خلک ګڼي چې په کار روزګار د سړي حق زیات دی او ۴۳ ګڼي چې سړي ښه کاروباري مشران وي.
د دنیا د ابادۍ څلورمه برخه ګڼي چې سړي دپاره ښځه وهل جایز خبره ده او ۲۸ فیصد ګمان کوي چې د یونېورسټۍ تعلیم د سړي دپاره د ښځې نه زیات ضروري دی.
د یو اېن ډي پي رپورټ وايي تعصبات ښځو دپاره خڼدان پېدا کوي چې د دنیا په مختلفو برخو کې ښځو د حقونو په خلاف ورزیو کې ښکاره کېږي.
د متحده قومونو د هیومن ډېوېلېپمنټ رپورټ افس یا د انساني ترقۍ د رپورټ دفتر ډرېکټر پېډرو کونسېسو په یو بیان کې وویل هغه سماجي رویې چې د ښځو د حقونو مخه نيسې په پراخه کچه د ټولنې او په انساني پرمختګ کې د پراختیا مخنیوی هم کوي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي