لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په م.م کې د بیت المقدس په اړه د امریکې اعلان په اکثریتي رایو رد شو


د ملګرو ملتونو (م.م) عمومي غونډې (جنرل اسمبلي) په یو قرارداد کې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې منلو په اړه د امریکا اعلان د نهه په مقابله کې په ۱۲۸ اکثریتي رایو رد کړی دی. ۳۵ هېوادونو په رایو کې د برخې اخیستو نه ډډه کړې ده.

په ملگرو ملتونو کې منظور شوی قرارداد د امریکا ډپلومیټکي ناکامي گڼل کیږي. د ملګرو ملتونو لپاره د امریکې استازي نیکې هیلې وویل:

"امریکه به دا ورځ یاده ساتي، په دې ورځ جنرل اسمبلۍ امریکه په نخښه کړې، ځکه چې امریکه د یو خپلواکه قام په حیث پرېکړه کړې وه".

د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې لانجمن ښار بیت المقدس د اسرایلو د پلازمېنې په توګه منلی وو او دا یې هم ویلي وو، چې د امریکې سفارت به اقدس ته وړي.

اسلامي هېوادونو، چین او یو شمېر نورو ملکونو د امریکې د دغې پرېکړې مخالفت کړی وو او نن د ملګرو ملتونو اکثرو غړو هېوادونو خپل مخالفت په رایو کې وښود.

د پرېکړه لیک وړاندې نیکې هیلې او خپله صدر ډونلډ ټرمپ غړو هېوادونو ته خبرداری ورکړی وو، چې که چا د پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، نو دا به د امریکې خلاف رایه وي او دا چې مالي مرستې به ورباندې بندې کړي.

د جنرل اسمبلۍ قرارداد حکومتونه په کوم کار مجبور کولای نه شي، خو یو اخلاقي زور لري او دا ښیي چې نړیواله ټولنه کومې خواته ولاړه ده.

XS
SM
MD
LG