لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو په سعودي عرب کې د حکومت د مخالفینو د گرفتاریو غندنه کړې


په نیول شوو تنانو کې هتون الفاسي هم ده چې د مېرمنو د حقونو او په مېرمنو د موټر چلولو پابندۍ د ختمولو دپاره یې کوښښونه کړې دي
په نیول شوو تنانو کې هتون الفاسي هم ده چې د مېرمنو د حقونو او په مېرمنو د موټر چلولو پابندۍ د ختمولو دپاره یې کوښښونه کړې دي

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو څانگې په سعودي عرب کې د شهري او انساني حقونو دپاره د کارکونکو پرضد د حکومتي اقداماتو غندنه کړې ده او ویلي یې دي د مۍ د میاشت راهسې د حکومت ١٥ ناقدین گرفتار شوې دي.

د ادارې ترجمانې روینه شامدساني وویل د نویل شوو اکثرو تنانو درک نه وي معلوم او د گرفتارۍ په معامله کې یې شفافیت نه وي. هغې وویل د ځینو نیول شوو تنانو په اړه ویل شوې که چېرې الزامات پرې ثابت شول نو تر د ٢٠ کلونو پورې د قید سزا ور کړی کیدی شي.

په نیول شوو تنانو کې هتون الفاسي هم ده چې د مېرمنو د حقونو او په مېرمنو د موټر چلولو پابندۍ د ختمولو دپاره یې کوښښونه کړې دي.

میرمن شامدساني وي او ای ته وویل که څه هم په سعودي عرب کې دا وخت اصلاحات روان دي خو دغه اصلاحات د خلکو شهري او سیاسي حقونو ته نه دي غځول شوي.

مېرمن شامدساني وویل "اختلاف، په حکومت تنقید اوس هم په هېواد کې نه زغمل کیږي. دا خبره ددې وضاحت کوي چې ولې د انساني او شهري حقونو دفاع کونکې جېلونو ته اچول شوې دي. ټولو په څه نه څه طریقه د حکومت په تگلاره تنقید کړی دی."

د سعودي عرب حکومت مامورینو د مخالفینو په گرفتاریو د څه ویلو نه ډډه کړې ده.

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو دفتر غوښتنه کړې ده چې په سعودي عرب کې نیول شوي د حکومت ناقدین دې بغیر د څه شرایطو ازاد کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG