لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه وايي د داعش وسله والې مېرمنې دې انصاف سره مخامخ کړی شي


د وي‌ او ای په یو رپورټ کې وېل شوي چې دا معلوولو مشکله ده چې تر اوسه د داعش څومره مېرمنې غړي د جرمون په سر سزا شوي

د ترهګرۍ په ضد د ملګرو ملتونو ادارې ویلي یو شمېر ملکونه په داعش وسله واله ډله کې شاملې شوي خپلې شهریانې بېرته د اخیستلو نه انکار کوي چې له امله یې د دغو مېرمنو انصاف سره د مخامخ کوولو عمل د مشکلاتو سره ښکار دی.

د ملګرو ملتونو کاونټر ټېررازم کمېټي اېګزېکټیو ډرېکټرېټ (سي ټي ايي ډي) د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي خپلې څېړنې کې وویل داعش د مېرمنو غړو انصاف سره د مخامخ کوولو صورتحال انتهايي خراب دی.

سي ټي ايي ډي وویل په عراق او شام کې داعش ته د ماتې ورکېدو وروسته د اعش غړو بیرته خپلو ملکونو ته په تګ کې مېرمنو شمېره تر ټولو کمه ده.
د وي‌ او ای په یو رپورټ کې وېل شوي چې دا معلوولو مشکله ده چې تر اوسه د داعش څومره مېرمنې غړي د جرمون په سر سزا شوي. سي ټي ايي ډي وویل د ملګرو ملتونو په زیاتره غړو ملکونو د داعش بیرته تلونکو مېرمنو په اړه معلومات یا خو بيخي نه دي معلوم او یا په جزوي توګه معلومات موجود وي.

د وي او ای رپورټ وايي زیاتره مغربي ملکونه خپل هغه شهریان د بیرته اخیستلو نه انکار کوي چې داعش کې شاملېدو دپاره منځني ختیځ ته تللي وو او د ډنمارک، جرمني، اسټریلیا او انډونیشیا په رنګ ملکونو خو د هغه کسانو شهریت ختم کړی چې داعش کې شامل شوي وو.

په لندن کې د تندورۍ د مطالعې یوې ادارې سېڼر فار دي سټډي او رېډیلکلزم ترمخه د ۲۰۱۹ د جولای پورې ۶۰۹ د داعش مېرمنې غړي خپلو ملکونو ته بېرته تللې وې.

په دغه وخت شویو د امریکې د اندازو ترمخه د داعش سره تړون لرونکې ۱۸۰۰۰ مېرمنې د شام په شمال ختیخ کې په یو کېمپ کې بندیوانې وې چې ۲۰۰۰ پکې هغه مېرمنې وې چې د خپلو ملکونو شهریت یې ختم کړی و.

امریکا او سیرین ډېموکریټک فورسز غواړي چې ملکونه دې خپل شهریان بیرته پوځي خو دغه غوښتنې نه دي منل شوي.

ځینې څیړونکي وايي د زیات په وخت تېرېدو به دا نوره ګرانېږي چې د داعش دغه مېرمنې د خپلو ممکنه جرمنو په سره د احتساب سره مخامخ کړی شي.

په واشنګټن کې د جورج واشنګټن یونیورسټۍ د تندورۍ د مطالعې څیړونکي ډیووره مارګولین وايي د وخت په تېرو به د دغه مېرمنو به اړه د ثبوتونو راجمع کول به نور ګران شي. هغې وویل د وخت تېرېدو نه پس خلک یا خو مرسته نکوي او یا د واقعاتو په اړه یاداشتونه کمزوري شي.

د داعش په زیاترو وډیوز کې سړي وسله وال ښودل کیږي چې حملې او تشدد کوي خو مېرمنې په داسې کردار کې ډېرې کمې ښودل شوي دي.

ډیووره مارګولین داسې نشي وېل کېدی چې د داعش مېرمنو تشدد نه دی کړی. هغې وویل د داعش مېرمنو په نورو مېرمنو تشدد کوولو او مېرمنې په جنسي غلامۍ کې ساتلو کې د داعش غړي مېرمنې شاملې وې.

د وي او ای رپورټ وايي په مسله کې یوه پېچيدګي دا هم ده چې د ملګرو ملتونو څیړونکو موندلي چې زیاتره ملکونه یا خو راضي‌ نه دي او یا د دې خبرې ضرورت نه محسوسوي چې د داعش دغه غړي دې انصاف سره مخامخ کړی شي.

سي تي ايي ډي وايي دا رجحان زیات دی چې مېرمنې په خاموشۍ کې د خپلو خاوندانو پېروي کوي.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي په مغربي یورپ او شمالي امریکا کې د سړو په مقابل کې داعش سره تړلو مېرمنو ته د نرمو سزاګانو امکان وي.
د وي او ای رپورټ وايي بله د تشویش خبره دا ده چې د داعش دغو مېرمنو بېرته تندروۍ ته د تګ امکان ډیر دی.

XS
SM
MD
LG