لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او روس د شام په مذاکراتو د مرستې لوظونه


بلخوا د ملگرو ملتونو یو چارواکې ویلې ملگرو ملتونو او د شام کې هلال احمر کارکونکو د شام د باغیانو د ولکې د لاندې ښار هومس نه د تیرې یوې هفتې راهسې ١۴٠٠ ملکي کسان، زنانه او ماشومان راویستې دي
بلخوا د ملگرو ملتونو یو چارواکې ویلې ملگرو ملتونو او د شام کې هلال احمر کارکونکو د شام د باغیانو د ولکې د لاندې ښار هومس نه د تیرې یوې هفتې راهسې ١۴٠٠ ملکي کسان، زنانه او ماشومان راویستې دي
په داسې مهال چې د ملگرو ملتونو د منځني ختیز دپاره خصوصي نمائنده لخدار براهیمي د شام حکومت او باغیانو په منځ کې د روانو مذاکراتو په لړ کې د امریکائي او روسي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي، شام حکومتي ځواکونو لبنان سره په پوله د باغیانو په هدفونو هوائي بمباري کړې ده.
د لبنان حزب الله ډلې په ملاتړ، د شام ځواکونو د قلمون په غرونو کې د باغیانو پناه ځایونه ویشتلې دي. سیمه کې د جگړې په سبب په سلگونو خلک بې کوره شوي دي.
شام کې د اخبرو اترو د لارې د امن کوششونو په لړ کې د ملگرو ملتونو مرکچې لخدار براهیمي د سیاسي چارو لپاره د امریکې نائب سیکریټري وینډي شرمن او د روس نائب خارجه وزیر گناډي گاټلوو سره تر د دواو گنټو پورې خبرې اترې وکړي.
د امریکائي او روسي استازو سره د لیده کاته ورسته، لخدار براهیمي خبریالانو ته وویل: "ښاغلی براهیمي وايي دوي ډیر په مهربانۍ زمونږ د کوششونو د ملاتړ لوظ کړی دی. دوې به په خپلو خپلو سارښارونو او په نورو ځایونو کې د جمود ختمولو په لړ کې زمونږ امداد کوي. تر اوسه پورې مونږ څه ډیر پرمختگ نه دی کړی."
لخدار براهیمي وویل د امریکائي او روسي چارواکو سره د هغه لیده کاته گټه ور وو. هغه وویل د څه معجزې امید نه کوي.
د شام حکومت او مخالفینو په منځ کې د جمود په هکله ښاغلې براهیمې وویل دواړه فریقین د مذاکراتو په شورو کې د څرگند کړی شوي دریز نه پشا تلو ته تیار نه دي.
هغه وویل د شام حکومت هیواد کې د تشدد او ترهگرۍ په هکله په خپل دریز کلک ولاړ دی چې د حزب اختلاف ددې درېز بیخي برعکس دی چې شام کې دې د انتقال اقتدار دپاره موقتي حکومت قائم کړی شی. د شام حکومت دا خبره ځکه ردوي چې ددې ترمخه به صدر بشارالسد د واک اختیار نه لاس په سر کیږي.
لخدار براهیمي مذاکراتو کې مشکلات په ډاگه کړل او ویې ویل شام کې د کړکیچ زر نشې راویستل کیدی.
مزاکراتو کې د موجود مشکلاتو خبره د ملگرو ملتونو استازې په داسې حال کې کړې ده چې د شام حکومتي ځواکونو د باغیانو په هدفونو تازه حملې کړې دي او دشام د روان صورتحال د څارنې یوې غیر حکومتي ادارې ویلي په تیرو دریو هفتو کې کله چې جنیوا کې د شام حکومت او باغیانو مذاکرات شورو شوې کړکیچ کې ښکیل هیواد کې ٥٠٠٠ خلک وژل شوي دي.
برطانیه کې میشته سیرین ابزرویټري فار هیومن رائټس ویلي وژل شوو خلکو کې دریمه برخه ملکي کسان او د ٥٠٠ نه زیات ماشومان او زنانه شامل دي.
او د باغیانو خلاف د شام حکومتي ځواکونو د لنبان پولې سره نزدې د قلمون په غرونو کې هوائي حملې کړې دي او بمونه يي غورځولې دي.
د لبنان فیوچر ټیلې ویژن ویلي د جگړې له امله شا او خوا ٣٠٠ خلک د شام د یبرود کلې نه دسرحد پورې غاړ د لبنان ارسل کلې ته تللې دې. ټې وي سټیشن ښائی د شام مهاجرین په ټرکونو کې لبنان ته اوړیدلې او د ارسل کلې سره نزدې يي خیمې لگولې دي.
د یبرود یو اوسیدونکې وايي هغه د خپلو پنځه ماشومانو سره لبنان ته په راتگ مجبور شوی ځکه چې د هغه په کلې په راکټونو او بمونو حملې کیدې. هغه وايي د کلې نه بهر تلونکو سړکونه هم په نخښه کیدل.
بلخوا د ملگرو ملتونو یو چارواکې ویلې ملگرو ملتونو او د شام کې هلال احمر کارکونکو د شام د باغیانو د ولکې د لاندې ښار هومس نه د تیرې یوې هفتې راهسې ١۴٠٠ ملکي کسان، زنانه او ماشومان راویستې دي.
د هومس گورنر طلال برازي خبریالانو ته ویلې هومس نه ملکي خلکو د ویستلو دپاره ایښودي شوي نیټه کې دریو ورځو اضافه شوي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG