لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو حمس ته د رسائي په هکله د معاهدې هرکلی کړی


ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیرې سمینتا پاور حمس نه د خلکو د انخلا په هکله فکرمندي څرگنده کړې ده.
سمینا پاور وايي "سمینتا پاور وايي تر دا وخت د شام حکومت هغه ټولو خلکو ته ترهگر ویلي او حملې يي پې کړې څوک چې د باغیانو د ولکې د لاندې سیمو کې اوسیږي نو ددې په سبب مونږ د هغه ټولو خلکو په هلکه اندیښمن يو څوک چې د باغیانو د سېمو نه د حکومت لاسو ته ورځي."
ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیرې سمینتا پاور حمس نه د خلکو د انخلا په هکله فکرمندي څرگنده کړې ده. سمینا پاور وايي "سمینتا پاور وايي تر دا وخت د شام حکومت هغه ټولو خلکو ته ترهگر ویلي او حملې يي پې کړې څوک چې د باغیانو د ولکې د لاندې سیمو کې اوسیږي نو ددې په سبب مونږ د هغه ټولو خلکو په هلکه اندیښمن يو څوک چې د باغیانو د سېمو نه د حکومت لاسو ته ورځي."
ملگرو ملتونو د شام حکومت او باغیانو ترمنځ د هغه معاهدې هرکلی کړی چې ترمخه به يي د حمس ښار پخوانۍ برخې نه ملکي کسانو ته د انخلا اجازت ورکوي. حمس قدیم برخه د تیر یو کال راهسې په محاصره کې وه.
د شام سرکاري خبرې ادارې ویلي معاهده کې د خبر په وینا معصوم خلک، زنانه، ماشومان، مشران او زخمیان شامل دي. خبر کې دا هم ویل شوي چې د معاهدې ترمخه، د ښار پخوانۍ برخې ته به امدادي سامل هم لیږل کیږي.
د شام سرکاري مطبوعاتو ویلي معاهده د یو نائټډ نیشنز یا ملگرو ملتونو سره شوي ده خو د تړون د هرکلي دپاره د ملگرو ملتونو په بیان کې د ادارې د کردار څه ذکر نه دی شوی.
د یو این د انساني مرستې ادارې مشرې ویلري ایمس هم د معاهدې هرکلی وکړو او ويي ویل د معاهدې په ترڅ کې به شا او خو دوه نیم زره خلکو ته انتهائي ضروروي امدادي سامان ورسولی شي.
د ملگرو ملتونو ترجمان فرحان حق خبریالانو ته وویل د شام په کړکیچ کې ښکیل فریقنو او امدادي کارکونکو تر منځ د معاهدې سخت ضرورت وو. "دا وخت مونږ د معاهدې د خبر هرکلی کوو او مونږ به گورو چې په دې عمل هم کیږي او که نه؟"
بلخوا د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل حمس ته د رسائي په حق کې په یو قرارداد غور کوي. ملگرو ملتونو کې د برطآنيي نمائنده ویلي په مجوزه قرارداد خبرې اترې رواني دي. د روس استازي ویلي حکومت يي د قرارداد مخالفت کوي.
او ملگرو ملتونو کې د امریکې سفیرې سمینتا پاور حمس نه د خلکو د انخلا په هکله فکرمندي څرگنده کړې ده.
سمینا پاور وايي "سمینتا پاور وايي تر دا وخت د شام حکومت هغه ټولو خلکو ته ترهگر ویلي او حملې يي پې کړې څوک چې د باغیانو د ولکې د لاندې سیمو کې اوسیږي نو ددې په سبب مونږ د هغه ټولو خلکو په هلکه اندیښمن يو څوک چې د باغیانو د سېمو نه د حکومت لاسو ته ورځي."
او هم د زیارت په ورځ سکیورټي کاونسل په یوه غونډه کې د شام د کیمیاوي وسله تون د تباه کولو په هکله د تازه صورتحال جاج واخستلو.
د غونډې ورستو د شام د کیمیاوي وسلو ختمولو د پاره رابطه کارې سگرډ کاگ خبرنگارانو ته وویل د ابتدائي خنډانو ورسته شام به د ټاکلی شوي نیټي، دجون د میاشت دریشمې پورې، د کیمیاوي وسلو نه پاک کړی شي.
شام نه تر دا وخت د کیمیاوي موادو دوه سمند‏ري جهازونه ډک تللې دي چې د هیواد د کیمیاوي وسلو په سلو کې پنځمه برخه يي لرې کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG