لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټېنسي ریاست په مرکزي ښار نېشوېل کې د کرسمس په سحر چاودنې درې کسان زخمیان کړل


په نېشوېل کې د چاونې د ځای دا تصویر د ښار د اور مړ کوولو ادارې په ټویټر شریک کړی او ای اېف پي خبري ادارې خپور کړی
په نېشوېل کې د چاونې د ځای دا تصویر د ښار د اور مړ کوولو ادارې په ټویټر شریک کړی او ای اېف پي خبري ادارې خپور کړی

د امریکې ټېنسي ریاست په مرکزي ښار نېشوېل کې د جمعې او د کرسمس په سحر درنې چاودنې درې کسان زخمیان کړل. پولیس وویل چاودنه چا قصداً کړې ده.

د رویټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه د نېشوېل پولیس ترجمان ډان اېرن وویل پولیس ته د ښار په مرکزي برخه کې د ډزو په اړه اطلاع وکړی شوي وه خو پولیس په موقع یو مشکوک موبایل هوم یا ګرځندویه موټر ولیدلو او بم ناکاره کوونکي ډله یې وبلله خو دغه ډله لا په لاره وه چې چاودنه وشوه.

رویټرز وايي پولیس دا وه نه وېل چې موټر یې مشکوک په څه بنیاد وموندلو.

پولیس وویل په چاودنه د زخمي شویو کسانو حالت د خطرې نه بهر دی.

پولیس ترجمان وویل "مونږ یقین کوو چې دا چاودنه قصداً ګام دی" او دا چې چاودنه درنه وه.

د نېشوېل پولیس ترڅنګ وفاقي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي او نورو ادارو د چاودنې په اړه پلټنې شروع کړي دي.

پولیس وویل دا لا نه ده معلومه چې ایا د چاودنې په وخت په موټر هم یا ګرځندویه کور کې څوک وو او که نا؟

رویټزر په خپل رپورټ کې وايي د چاودنې په وخت د ټېنسي ریاست د مرکزي ښار په دغه برخه کې کرسمس په سبب زیاتره ودانې بندې وې. نېشوېل د امریکې د ولسي موسیقۍ کنټري میوزک مرکز هم بلل کېږي.

د نېشوېل ښاروال یا مېر جان کووپر په خلکو غږ وکړو چې د ښار مرکزي برخې ته د تګ نه دې ډډه وکړي.

د وایټ هاوس ترجمان وویل صدر ډانلډ ټرمپ ته د چاودنې په اړه معلومات ورکړي شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG