لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملگري ملتونه به په شمالي شام کې د ترکي په پوځي عملیاتو بحث کوي


صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل امریکا د عملیاتو "حمایت" نه کوي. بیان زیاته کړه چې ترکي ژمنه کړې ده چې د ملکي خلکو تحفظ به کوي

د ملگرو ملتونو امنتي شورا یا سکیورټي کاونسل به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په شمال مشرقي شام کې د ترکي په پوځي عملیاتو بحث کوي.

ترکي ویلي د ترهگرو خلاف یې "ذمه وار" عملیات شروع کړې دي خو په سیمه کې کرد ځواکونو ویلي "زمونږ ولس دې د قتل عام نه بچ کړی شي."

ترکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د خپلې پولې نه بهر د شام په شمال مشرقي برخه کې د هغو کرد جنگیالو خلاف ځمکنۍ او هوايي حملې پېل کړې چې امریکا او نور مغربي قوتونه یې د داعش خلاف جنگ کې خپل اتحادیان بولي خو ترکي یې ترهگر گڼي.

ترکي دغه عملیات په داسې حال کې پېل کړل چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په سیمه کې پرځای امریکايي ځواکونه راویستل. د کردانو ترڅنگ د امریکې د کانگرس یو شمیر غړي د صدر ټرمپ د فیصلې مخالفت کوي او وايي د دې په نتیجه کې به د داعش خلاف ترلاسه شوي گټې د لاسه وځي او سیمه به بې ثباته شي.

په شمالي ختیځ شام کې میشته سیرین ډیموکرېټک فورسز د ترکي د عملیاتو په اړه وویل دوی یو خوا د ترکي ځواکونو د مداخلت سره مخامخ شوي نو بلخوا په راس العین سیمه کې د داعش وسله والو هم حمله کړې ده.

د ملگرو ملتون د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته د ترکي سفیر فریدون سېنرلیوگلو یو خط کې ویلي د ترکي د عملیاتو هدف یوازې د ترهگرو پناه ځایونه، موټرې او نور سازاو سامان دی.

د ترکي د دفاع وزارت ویلي په شام کې عملیات یې په خپله دفاع کې د سکیورټي کاونسل د قراردادونو او نړیوالو قوانینو سره سم پېل کړې دي.

صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل امریکا د عملیاتو "حمایت" نه کوي. بیان زیاته کړه چې ترکي ژمنه کړې ده چې د ملکي خلکو تحفظ به کوي.

XS
SM
MD
LG