ملګرو ملتونو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په افغانستان کې د موسمي بدلون په سبب د ناڅاپي سېلابونو دلاسه په ټول هېواد او په خصوصي توګه په شمالي او مغربي ولایتونو کې په لسګونو زرګونه ماشومان ځپل کېږي.
په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د غېر معمولي بارانونو دلاسه ناڅاپي سېلابونه راغلي دي چې د هېواد د ۳۴ څخه په ۳۲ ولایتونو کې يې د ۱۰۰۰۰۰ نه زیات کسان ځپلي او کورونو، بنیادي سهولتونو او د خلکو روزګارونو ته يې نقصان رسوولی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونېسېف ترمخه، د قدرتي افت دلاسه د ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي دي، قریباً ۸۰۰۰ کورونه تباه شوي دي، د ۵۰۰۰ نه زیاتې کورنۍ بې کوره شوي دي، فصلونو او د زرعي ځمکو ته يې نقصان رسوولی دی.
یونېسېف د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په افغانستان کې وروستی سخت موسم د موسمي بدلون بحران د زیاتېدو نخښې نخښانې لري، تېر کال سېلاب ځپلې ځینې علاقې د سختې وچکالۍ ښکار وې. د یونېسېف په بیان کې د موسم په سختۍ اضافه د سېلاب دلاسه د نقصان سبب بلل شوی دی.
امدادي ادارو خبرداری کړی دی چې ګڼ شمېر سېلاب ځپلي خلکو د امدن د ګټلو زریعه دلاسه ورکړې ده، بې کوره شوي دي، ځمکه يې تللې او معاش نه لري.
په افغانستان کې د یونېسېف نماینده تاج الدین اويوالې په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې په ماشومانو د موسمي بدلون اثرات د کمولو دپاره دې کوښښ او سرمایه کاري دوچنده زیاته کړي.
هغه وویل د موسمي بدلون دلاسه د موسمي پېښو زیاتېدو سره به یونېسېف د بشري امداد کچه زیاته وي.
اويوالې د نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې په افغانستان کې د موسمي بدلون دلاسه د افتونو دپاره دې ځان تیار کړي. هغه په دا خبره هم وکړه چې افغانستان په هغو ملکونو کې شامل دی چې ماشومانو په کې د موسم د خطر سره زیات مخامخ دي.
د ماشومانو د مرستې نړیوالې ادارې سېو دي چېلډرن په یو وروستي بیان کې خبرداری کړی چې په افغانستان کې د سېلابونو، اوږدې وچکالۍ او د پاکستان نه په زرګونو کډوالو د ستنېدو له امله قریباً شپږ اشاریه پينځه مېلین ماشومان د بحران د کچې لوږې سره مخامخ کېدلی شي.
د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام اندازه ده چې په افغانستان کې درې مېلین ماشومان د خوراک د کمي سره مخامخ دي او ډبلیو اېف پي صرف په دریو کې یو ماشوم ته امداد رسوولی شي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې سېلاب ځپلو ماشومانو دپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

اسلام اباد (وي او ای) —
Forum